تورخم ښارګوټي او سپین بولدک کې، بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو بهیر روان دی
د افغانستان د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټي سره په همغږۍ، او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د دې وزارت کاري ټیمونو پرون سه شنبه ۳۲۹تنه بېرته راستنېدونکې هېوادوال سیستم کې ثبت کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت کاري ټیمونه وتوانېدل چې ۱۳۳تنه تورخم ښارګوټي، او ۱۹۶تنه په سپینبولدک کې، راتلونکي کې د کارموندنې په موخه سیستم کې ثبت کړي. په همدې توګه د بېرته راستېدونکو کډوالو په لسګونو ماشومانو ته یې مختلفو برخو کې د عامه پوهاوي پروګرام برابرکړیدی.