فعاليتونه مو د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره په همغږۍ او د ا.ا.ا د پاليسۍ مطابق ترسره کړئ

naweed_admin
Tue, Jan 10 2023 9:54 AM
1

دغه خبرې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ديارلسو مؤسسو او خيريه بنسټونو استازو سره د تفاهم ليکونو د لاسليک کولو پر مهال وکړې.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د مؤسسو له استازو و غوښتل؛ څو د پروژو ۸۰ سلنه بودجه د پروژو په اصلي فعاليتونو او هيوادوالو ته د خدمت لاره کې په شفافه توګه مصرف کړي.

نوموړي زياته کړه، چې خپل فعاليتونه په مرکز کې له کار او ټولنيزو چارو وزارت او ولايتونو کې د دې وزارت له ولايتي رياستونو سره په همغږۍ ترسره او په وخت خپل راپورونه له اړونده مسؤلينو سره شريک کړئ.

د ياد شمير مؤسسو له ډلې د سولې او پراختيا لپاره د برابرۍ مؤسسې(APDO) سره د بشري مرستو توزيع او حرفوي زده کړو برخو کې تفاهم ليک لاسليک شو، چې په باميان او کندز کې به پلی شي.

همدارنګه اغاخان بنسټ سره د تفاهم ليک له مخي، ياد دفتر مکلف ده، څو ۹ ولايتونو ( کندز، بغلان، بدخشان، تخار، سمنګان، باميان، دايکندي او پروان) کې د فني او حرفوي زده کړو ۲۶ مرکزونه جوړ او د وزارت د شرايطو مطابق هېوادوالو ته فني او حرفوي زده کړې وړاندې کړي.

د يادو هوکړه ليکونو له مخې د افغانستان راتلونکي نسلونه مؤسسه هرات کې د ښځو تر مديريت لاندې ښځو ته د کار بازار جوړوي، لوږې سره د مبارزې مؤسسه دايکنډي او بدخشان ولايتونو کې هيوادوالو ته د فن او حرفې زمينه برابروي، هاجر نړيواله مؤسسه به د ماشومانو ملاتړ مرکز د اعاشې او اباطې چارې مخته وړي، اکشن ايډ دفتر بيا د زده کړو او عامه پوهاوي برخه کې مرکزونه جوړوي، ماشومان په خطر کې نړيواله موسسه په ميدان وردګ ولايت کې د زيانمن شويو کورنيو سره د غذايي خونديتوب برخه کې همکاري کوي، برک ـ افغانستان مؤسسه به هيوادوالو ته د فني او حرفوي زده کړو او ټولنيز يووالي برخو کې مختلف پروګرامونه نيسي او د يتيم پالني خيريه مؤسسه بيا کابل او ننګرهار ولايتونو کې د فني او حرفوي زده کړو کورسونه جوړوي.

همدارنګه په اضطراري حالاتو کي د زيانمن شويو ماشومان د ملاتړ او خونديتوب په لور حرکت موسسې سره هم د ماشومانو نغدي مرستې، ظرفيت لوړونې او ملاتړ مرکزونو جوړولو برخه کې تفاهم ليک لاسليک شو، چې هلمند ولايت کې به پلی شي؛ هيلپينګ هنډ مؤسسه به کابل، ننګرهار، لغمان او کندهار ولايتونو او سولې لپاره د ښځو مطالعې مؤسسه به ميدان وردګ او جوزجان ولايت کې ګڼ شمير هيوادوالو ته د فن او حرفې زمينه برابره کړي او د بشري قوې د پراختيا مؤسسې سره هم د زيانمن شويو ماشومانو د ملاتړ او ساتنې برخه کې تفاهم ليک لاسليک شو، چې کندهار او نيمروز کې به پلی شي.

د تفاهم ليکونو د لاسليکولو پر مهال د مؤسسو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او همکارانو څخه مننه او ژمنه وکړه، چې ټولې کړنې به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو سره په همغږۍ او لارښوونه مخته يوسي.

Latest news

Wed, Dec 27 2023 9:34 AM
Background image

MOLSA Concludes 22 Agreements with 15 different organizations

Ministry of Labor and Social Affairs has concluded 22 agreements in various fields with fifteen organizations by the worth of more than $30 Million.
We are so happy to announce the. . .

Thu, Jun 08 2023 9:46 AM
Background image

MOLSA’s Acting Minister meets with ILO’s Country Director

Alhaj Mullah Abdul Manan Omari Acting Minister of Labor and Social Affairs, accompanied with Mawlawi Din Muhmmad Haqbeen Deputy Finance and Administrative Minister and Mullah. . .

Tue, Jun 06 2023 10:41 AM
Background image

MOLSA’s Acting Minister meets with Turkish ambassador

Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, Acting Minister of Labor and Social Affairs, accompanied by Mullah Sharafuddin Sharaf, Chief of staff, met in his office with Jehat Arginai, Turkish. . .

BACK TO NEWS