د ننګرهار ولایت په ولسوالیو کې ۲۱۰ تنو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۰:۵۶
E


د ننګرهار ولایت؛ په کوټ، بټي‌کوټ، اچین او نازیانو ولسوالیو کې؛ ۲۱۰ تنو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو جلا جلا مرکزونه پرانېستل شول.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د ولایتي ادارې ځینو مسؤلینو، علمای کرامو او قومي مشرانو حضور درلود؛ د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبرۍ د هدایت په اساس د کوټ، بټي‌کوټ، اچین او نازیانو ولسوالیو کې  ۲۱۰ تنو ته د خیاطۍ او موبایل ترمیم حرفو کې د فني او حرفوي زده‌کړو مراکز پرانیستل شول، چې یادو ځوانانو کې ۶۰ تنه د کوټ، ۳۰ تنه د بټي‌کوټ، ۶۰ تنه د اچین او ۶۰ تنه د نازیانو ولسوالیو اوسېدونکي دي او له شپږ میاشتنیو عملي او نظري روزنیزې دورې وروسته به د کار بازار ته د ماهرو کارګرو په توګه وړاندې شي. مولوي فریدالله حقاني له زده‌کوونکو څخه وغوښتل، چې له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي، ترڅو په راتلونکي کې د مناسب کسب او کار خاوندان شي. 
په پای کې د ستاسو غږ همکارې مؤسسې رئیس صابرالله ممله‌وال هم خپلو لنډو خبرو کې د مؤسسې د فعالیتونو او راتلونکو برنامو په اړه معلومات شریک او ډاډ یې ورکړ، چې خپلې چارې به د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په نږدې همغږۍ ترسره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د کوټ، بټي‌کوټ او اچین ولسوالیو د فني او حرفوي زده‌‌کړو مراکز مخکې او د نازیانو ولسوالۍ د فني او حرفوي زده‌کړوړ مرکز نوی پرانیستل شو.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۸
Background image

توزیع بسته‌های خوراکی، برای ۶۳ خانوادهٔ نیازمند در بلخ

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۶۳ خانوادهٔ کودکان یتیم؛ بسته‌های خوراکی که در برگیرندهٔ آرد، بوره، چای، عدس، لوبیا، نخود، روب، خرما، روغن و برنج می. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۴
Background image

توزیع پوشاک زمستانی، برای ۶۳۶ خانوادهٔ نیازمند در ولایت سرپل

به اساس تلاش و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت سرپل، برای ۶۳۶ خانوادهٔ نیازمند، یتیم و بازمانده‌گان شهدا در آن ولایت؛ بسته‌های پوشاک زمستانی که در برگیرندهٔ ۵ ثوب جاکت، ۴ جوره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۶
Background image

فراغت ۲۶۶ تن، از بخش‌ فن و حرفه‌ در هرات

دو صد و شصت و شش تن از جوانان در ولایت هرات؛ پس از فراگیری آموزش‌های فنی و حرفه‌ای شش‌ماهه در بخش‌های خیاطی، ترمیم مبایل، برق‌کشی ساختمان، ترمیم ابزار برقی خانه‌گی و ترمیم موترسایکل از. . .

باز گشت به اخبار