د تفتیش عالي اداری له لوری مؤظف پلاوي د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال سره تودیعي ناسته وکړه

naweed_admin
Wed, Nov 16 2022 9:16 AM
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین نن په خپل کاري دفتر کې د تفتیش عالي اداری له لوری د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د پلټنې او څارنې مؤظف پلاوې سره د کار اختتام او تودیعي ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې لمړۍ د تفتیش عالي ادارې په استازیتوب د بهرنیو مرستو آمر محمدغازي په خپلو خبرو کې وویل: د تفتیش عالي ادارې اصلي اهداف د ادارتو تهدید او سپکاوی نه؛ بلکې د څارنې او پلټنې اصلي موخه د فساد مخنیوی، شفافیت، اصلاح، همغږي، د قانوني خلاوو ډکول، نیمګړتیاوو له منځه وړل او د سهولتونو رامنځته کول دی.
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین په خپل وار سره د تفتیش عالي اداری فعالیتونه او لاسته راوړنې  وستایلې؛  د تفتیش اصلي دنده یې اصلاحات، د فعالیتونو تسریع، د ظلم مخنیوی، د کارکوونکو خپل مسوولیت ته متوجه کول، حق حقدار ته سپارل او پر خپل وخت خلکو ته د خدماتو وړاندې کول وبلل.
د یادولو وړ ده چې د تفتیش عالي ادارې د پلټنې او څارنې مؤظف پلاوی؛ درې میاشتې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې توظیف شو او په یاد مهال کې یې خپلې موندنې، سپارښتنې او ملاحظات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
یاد پلاوې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارکوونکو او مشرتابه پلاوي له همکاریو، د قانون سره سم د فعالیتونو له اجراآتو او د وزارت مال او شتمنیو خوندې ساتلو له امله له یاد وزارت څخه مننه وکړه.

Latest news

Thu, Jun 08 2023 9:46 AM
Background image

MOLSA’s Acting Minister meets with ILO’s Country Director

Alhaj Mullah Abdul Manan Omari Acting Minister of Labor and Social Affairs, accompanied with Mawlawi Din Muhmmad Haqbeen Deputy Finance and Administrative Minister and Mullah. . .

Tue, Jun 06 2023 10:41 AM
Background image

MOLSA’s Acting Minister meets with Turkish ambassador

Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, Acting Minister of Labor and Social Affairs, accompanied by Mullah Sharafuddin Sharaf, Chief of staff, met in his office with Jehat Arginai, Turkish. . .

Mon, May 29 2023 9:25 AM
Background image

Deputy Minister meets with «Stay in» organization’s director

Finance and administrative deputy Minister of Labor and Social Affairs Mawlawi Din Muhammad Haqbeen, met with Tariq Wardak, Director of “Stay in» a German organization.

With the help. . .

BACK TO NEWS