ننګرهار کې ۶۰ تنه راستانه شوي هېوادوال له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

media_admin
Tue, Jun 09 2026 11:46 AM
ننګرهار


 د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ په چپرهار ولسوالۍ کې ۶۰ تنه تازه راستانه شوي هېوادوالو د ریکشا، سولر، انورټر او موبایل ترمیم په حرفو کې له شپږ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته فارغ او د ۷۷۱۳۶۰ افغانیو په ارزښت یې د اړوندو حرفو کاري وسایل ترلاسه کړل.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره د اسلام مبارک دین له نظره د کسب او کار پر ارزښت، مسلک ته پر ژمنتیا او د ورکړل شویو کاري وسایلو د اغېزمنې او سمې استفادې په اړه تفصیلي خبرې او سپارښتنې وکړې.
همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام له فارغ‌شویو ځوانانو څخه وغوښتل، چې له ترلاسه شویو زده‌کړو، تجربو او مهارتونو څخه په غوره ډول استفاده وکړي، ترڅو خپلو کورنیو ته د حلالې نفقې د برابرولو وسیله او د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا لامل وګرځي.
د یادولوده، چې یاد کاري وسایل د ډاکار همکارې موسسې له لوري  پر فارغ شویو ځوانانو ووېشل شول.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS