افغان ـ کوريا انستيتوت کې د لس ميليونه ډالرو په ارزښت؛ عالي ملي مرکز (National Center of Excellence) پرانستل شو.

publish
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۰:۵۹
01

 

کابل: ۱۴۰۰/۲/۶ هـ ش 
دغه مرکز، نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا د افغانستان لپاره د جنوبي کوريا سفير، يونسکو عمومي رئيس، صنايع او معادن خونو او خصوصي سکتور استازو، يو شمير دولتي او غير دولتي رئيسانو په حضور کې پرانستل شو. 
د ياد مرکز پرانسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج؛ د نړيوالو په ځانګړې توګه د کوريا او يونسکو له همکاريو او ښه نيت څخه مننه وکړه، زياته يې کړه: هغه مرستې چې د ياد مرکز او د کار او ټولنيزو چارو وزارت نورو برخو کې د نړيوالو له خوا کيږي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبري يې په شفافه توګه د تطبيق برخه کې ژمنه ده. 
ښاغلي ته ينج و ويل: د عالي ملي مرکز په جوړيدو سره به تر ۲۰۲۴ کال پورې؛ ياد مرکز کې د کار بازار مطالعې، د فني او حرفوي زده کړو فارغانو ته د تصديق  او اعتبار ورکولو سيستم، فني او حرفوي زده کړو نصاب نوي کولو، ښوونکو ظرفيت لوړولو، افغان ـ کوريا تعميرونو او وسائيلو نوي کولو او افغان ـ کوريا د کار موندنې څانګې برخو کې هر اړخيز کار وشي. 
د عالي ملي مرکز پرانسته کې د کوريا سفير او د يونسکو عمومي رئيس هم خبرې وکړې؛ دوی د افغانستان دولت د لومړیتوبو لاسته راوړلو برخه کې د فني او حرفوي زده کړو رول مهم ياد کړ او په دې برخه کې يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د عالي ملي مرکز عملي کار پيل کېدو او جوړيدو کې ژمنتيا و ښوده. 
د ياد مرکز پراسته کې د خصوصي سکتور په استازيتوب د صنايع او معادن خونو اجرائيوي مشر رحيم الله سمندر هم خبرې وکړې او د خصوصي سکتور د اړتياوو او کار بازار مطابق د فني او حرفوي کارګرو پر روزلو يې ټينګار وکړ. 
د ويلو دی، چې د ياد مرکز د جوړېدو هوکړه ليک د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او جنوبي کوريا نړيوالو همکاريو دفتر تر منځ له وړاندې لاسليک شوی وه، چې د کورنا ويروس له امله يې کارونو ځنډيدلي وه او نن يې د جوړيدو عملي کار؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا د مرسته کوونکو ادارو او خصوصي سکتور په حضور کې پرانست.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۴۰
Background image

۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ شول؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلچرخي (امېد کمپ) د فني او حرفوي ز ده‌کړو له مرکزه ۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د څلورو میاشتنیو زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ او د وزارت د رهبرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې سلګونه امارتي او غیر امارتي کارمندانو ته د ظرفیتونو لوړولو زمینه برابره شوه؛


د کار او ټولینزو چارو وزارت انسټیټیوټ مسوولین وایي، چې سلګونه امارتي او غیرامارتي کارمندانو ته یې د ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړې ده. 
دا انسټیټیوټ د نویو استخدام شوو امارتي او غیر. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیا کې له ۳۵۰ تنو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه؛


د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د دې ولایت له  ۱۰۰  تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه.
یاده مرسته. . .

بیرته خبرونو ته