د تفتیش عالي اداری له لوری مؤظف پلاوي د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال سره تودیعي ناسته وکړه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۹:۱۶
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین نن په خپل کاري دفتر کې د تفتیش عالي اداری له لوری د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د پلټنې او څارنې مؤظف پلاوې سره د کار اختتام او تودیعي ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې لمړۍ د تفتیش عالي ادارې په استازیتوب د بهرنیو مرستو آمر محمدغازي په خپلو خبرو کې وویل: د تفتیش عالي ادارې اصلي اهداف د ادارتو تهدید او سپکاوی نه؛ بلکې د څارنې او پلټنې اصلي موخه د فساد مخنیوی، شفافیت، اصلاح، همغږي، د قانوني خلاوو ډکول، نیمګړتیاوو له منځه وړل او د سهولتونو رامنځته کول دی.
 د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین په خپل وار سره د تفتیش عالي اداری فعالیتونه او لاسته راوړنې  وستایلې؛  د تفتیش اصلي دنده یې اصلاحات، د فعالیتونو تسریع، د ظلم مخنیوی، د کارکوونکو خپل مسوولیت ته متوجه کول، حق حقدار ته سپارل او پر خپل وخت خلکو ته د خدماتو وړاندې کول وبلل.
د یادولو وړ ده چې د تفتیش عالي ادارې د پلټنې او څارنې مؤظف پلاوی؛ درې میاشتې وړاندې د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې توظیف شو او په یاد مهال کې یې خپلې موندنې، سپارښتنې او ملاحظات د وزارت له مشرتابه سره شریک کړل.
یاد پلاوې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارکوونکو او مشرتابه پلاوي له همکاریو، د قانون سره سم د فعالیتونو له اجراآتو او د وزارت مال او شتمنیو خوندې ساتلو له امله له یاد وزارت څخه مننه وکړه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۲۱
Background image

خبرتیا

د غویی اتمه (د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد د بریا ورځ) په هیواد کې عمومي رخصتي ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۳۴
Background image

د بشري قواوو او تفتيش نويو رئيسانو رسما په کار پيل وکړ

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په وړانديز او د ا.ا.ا رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په منظورۍ، مولوي حسين احمد د بشري قواوو او مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۳۲
Background image

اوه مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه ليکونه لاسليک شول

دغه هوکړه ليکونه، نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په داسې حال کې چې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف هم حضور درلود، د وطن ځوانانو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۳ - ۸:۰
Background image

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت مشر سره و کتل

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير د (۷۷ ترکي ساختماني شرکت) مشر سره په داسې حال کې چې د وزارت مقام د دفتر رئيس ملا شرف الدين شرف او بهرنيو وګړو ته د کار جواز ويش رئيس حافظ مولوي. . .

بیرته خبرونو ته