د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همغږۍ په ١١٦تنو یتیمو ماشومانو نقدي مرسته ووېشل شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۷:۵۲
R


د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هم غږۍ او د آی اچ اچ IHH   مؤسسې له لوري په دې ولایت کې ١١٦تنه یتیمو ماشومانو سره نقدي مرسته ترسره شوه.
هغه ناسته چې په همدې موخه، د تېرې پنجشنبې په ورځ د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست کې جوړه شوه او په کې د ولایتي ادارو ځيني استازو، علمای کرامو، قومي مشرانو او د یتیمانو وارثانو ګډون درلود، د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي سيدجمال الدين هاشمي مېلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د اسلام په مبارک دين کې د یتیمانو د ملاتړ او د دوی ستونزو ته د رسیدګۍ په اړه وینا درلوده. په همدې ترتیب یې دIHH مؤسسې د مالي ملاتړ څخه قدرداني و کړه او له نورو مؤسساتو او خیرخواه اشخاصو يې وغوښتل چې د امکان تر بریده دې د یتیمانو په لاسنیوي کې هڅې وکړي.
وروسته د آی اچ اچ مؤسسې له لوري د ١١٦ تنه یتیمو ماشومانو له ډلې څخه ځينو ته ٥ زره افغانۍ او پاتې نورو ته ١٥زره افغانۍ نقدي مرستې، د کار او ټولنیزو چارو د رئیس، مؤسسې د استازو او نورو مسؤلینو لخوا ووېشل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

تورخم او سپىن بولدک کې مېشتو د کار اوټولنىزو چارو وزارت تخنىکي ټىمونو؛ راستنیدونکو هیوادوالو چوپړ ته دوام ورکړی

د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو هیوادوالو ته د خدماتو د تنظىم کميټې سره په همغږۍ او د کار او ټولنىزو چارو سرپرست وزىر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هداىت په اساس، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د کار او ټولنیزو چار وزارت وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو له کمپ څخه لیدنه وکړه

د کار او ټولنیزو چار وزارت وزیر  الحاج ملا عبدالمنان عمري د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو له کمپ څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه  چې د یاد وزارت ځینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۷:۱۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیمونو د پنجشنبې په ورځ تورخم او د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره اړین خدمات ترسره کړل


د افغانستان د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کمیټې تر چتر لاندې او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم. . .

بیرته خبرونو ته