د کار او ټولنيزو چارو سرپرست وزير سره د کار نړيوال سازمان مشر ليدنه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۸:۴۱
W

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د افغانستان لپاره د کار نړيوال سازمان مشر رامين بهزاد سره خپل کاري دفتر کې وکتل. دغه ليدنه چې د حافظ محمد يعقوب روښان له خوا د قرانکريم په مبارکو آيتونو پيل شوه؛ په کې د دواړو لوريو د رهبرۍ ترڅنګ د وزارت مقام د ټولنيزو چارو سلاکار رياض احمد محمد او د کار تفتيش رئيس بشير احمد راسخ هم ګډون درلود. دې ليدنه کې د کار نړيوال سازمان مشر په افغانستان کې د کار نړيوال سازمان د فعاليتونو اړوند معلومات وړاندې کړل و يې ويل: «د کار نړيوال سازمان په ۲۰۰۳ کال افغانستان کې خپل فعاليت پيل کړ او په افغانستان کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت زموږ ستراتيژيک همکار دی؛ موږ له کار او ټولنيزو چارو وزارت او ټولنيزو شريکانو سره د کارګرو حقوقو، ظرفيت سازۍ او کاري قوانينو اړوند کار کوو.» د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د کار نړيوال سازمان مشر ته چې د ايران هيواد طبعه وه؛ د ښه راغلاست ترڅنګ ايران د افغانستان ښه ګاونډی ياد کړ او د جهاد په دوران کې يې د افغان مهاجرو سره د هغوی له همکارۍ څخه مننه وکړه. ملا عبدالولي څارنوال همدارنګه د کار نړيوال سازمان له لوري په ذکر شويو برخو کې د هغوی همکاري اړينه و بلله زياته يې کړه چې د ۱۳۵۷ څخه تر ۱۴۰۰ کال( جهاد دوران) پورې هيواد له سختو ستونزو سره مخامخ وو او د اشغال په دوران کې هم د هيواد زياتو اقتصادي او کاري برخو ته زيان واوښتو. نوموړي وويل چې بيکاري، فقر او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي چې له تير نظام څخه موږ ته په ميراث را پاتې دي. ښاغلي حاجي وارث زياته کړه چې د ا.ا په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، څو په هيواد کې د بيکارۍ له منځه وړلو، ګدايګرو را ټولولو او روږدو کسانو لپاره د صحي، فني او حرفوي زده کړو خدمتونو وړاندې کولو برخو کې جدي کار کوي او د دې ټولو برخو لپاره عملي طرحې هم جوړې شوي دي. دغه ناسته کې د دواړو لوريو تر منځ د کارګرو حقوقو، ټولنيزو شريکانو او بيکارۍ سطحې را کمولو اړوند هر اړخيز بحث او په دوه اړخيزه همکارۍ ټينګار و شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۴۰
Background image

۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکزه فارغ شول؛


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلچرخي (امېد کمپ) د فني او حرفوي ز ده‌کړو له مرکزه ۵۱۲ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص د څلورو میاشتنیو زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته فارغ او د وزارت د رهبرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل کې سلګونه امارتي او غیر امارتي کارمندانو ته د ظرفیتونو لوړولو زمینه برابره شوه؛


د کار او ټولینزو چارو وزارت انسټیټیوټ مسوولین وایي، چې سلګونه امارتي او غیرامارتي کارمندانو ته یې د ظرفیت لوړولو زمینه برابره کړې ده. 
دا انسټیټیوټ د نویو استخدام شوو امارتي او غیر. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۹ - ۱۰:۴۶
Background image

پکتیا کې له ۳۵۰ تنو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه؛


د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او د ترکیې هېواد د یوه خیریه بنسټ په مالي ملاتړ د دې ولایت له  ۱۰۰  تنو یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو سره نقدي مرسته وشوه.
یاده مرسته. . .

بیرته خبرونو ته