د کار او ټولنيزو چارو وزارت او مرسي کور مؤسسې تر منځ هوکړه ليک لاسليک شو.

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۴ - ۹:۴۸
Q

دغه هوکړه ليک نن د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) او مرسي کور مؤسسې مشر ښاغلي جک تر منځ لاسليک شو. 

د ياد هوکړه ليک پر بنسټ به د مرسي کور دفتر له لوري هرات او کندهار ولايتونو کې ۱۶۰۰ تنه داخلي بې ځايه شويو ځوانانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره شي. 
د هوکړه ليک د لاسليک کولو پر مهال د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) فني او حرفوي زده کړې د بيکارۍ له منځه وړلو او کار موندنې برخو کې مهمې و بللې او د مرسي کور دفتر له مسؤلينو يې و غوښتل؛ څو خپل ټول کارونه د هوکړه ليک پر بنسټ پلي او وخت په وخت وزارت سره خپل کاري راپور شريک کړي.
د مرسي کور دفتر مشر ښاغلي جک د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او همکارانو څخه يې د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د يادې پروژې ټول کارونه به د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ او مسؤلينو په لارښوونه او ښه همغږي مخته يوسي. 
د ويلو دی، چې د ياد هوکړه ليک له مخې به د مرسي کور مؤسسې له لوري د کندهار او هرات ولايتونو ۲۶ مرکزونو کې په شرايطو برابر کسانو ته ۲۲ مسلکي څانګو کې د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۶ - ۹:۲۱
Background image

خبرتیا

د غویی اتمه (د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد د بریا ورځ) په هیواد کې عمومي رخصتي ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱ - ۱۵:۵۸
Background image

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير د ډاکار مؤسسې استازو سره و کتل


د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ډاکار مؤسسې استازي محيب الرحمن فائز او همکار سره خپل کاري دفتر کې وکتل.
دې ليدنه کې د ډاکار مؤسسې استازو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۱:۲۴
Background image

د افغانستان اړوند خبرو ناسته ( پوهنې، لوړو زده کړو او فقر) کې د کار چارو مرستيال ګډون

د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغانستان اړوند خبرو ناسته کې چې د آسيا نړيوال مطالعاتي او څيړنيز بنسټ له لوري کانټينينټال هوټل کې جوړه شوې وه ګډون وکړ او په افغانستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۷ - ۱۳:۵۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین له نامتوتی دیني عالم او مجاهد مولوي حاجی احمدګل سره ولیدل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین محمد حقبین  په خپل کاري دفتر کې د هیواد له نامتوتی دیني عالم او مجاهد مولوي حاجی احمدګل سره ولیدل.
په دې کتنه کې د پکتیا،. . .

بیرته خبرونو ته