هلمند او نورستان ولایتونو کې دوه تنه رد مرزي ماشومان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول؛
د نورستان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو او د (OHW) موسسې په همکارۍ، د واما ولسوالۍ یو تن ردمرزي ماشوم پیدا او خپلې کورنۍ ته ورسپارل شو.
د یو بل خبر له مخې د هلمند ولایت د ناد علي ولسوالۍ د ماتکي سیمې یو تن ماشوم، چې څه موده مخکې د اېراني پولیسو لخوا ردمرز شوی وو؛ د نیمروز ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست او د MPO مؤسسې په همکارۍ، د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست ته تسلیم، چې وروسته د دې ریاست له لوري خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.