د بې سرپرسته ماشومانو روزنه او پالنه زموږ ټولو اېماني او وجداني دنده ده

publish
سبت, يناير 16 2021 12:34 مساء
1399

دغه خبرې د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج؛ ننګرهار کې د روزنتونونو او بې سرپرسته ماشومانو سره د مرستې په پار جوړه شوې غونډه کې و کړې.

نوموړي وويل، چې ولايتونو ته يې له سفرونو څخه موخه د ولايتي رياستونو له چارو څخه له نږدې ليدنه او په ښه توګه ستونزو ته د حل لارو چارو موندل دي.

بشيراحمد ته ينج د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې د ننګرهار ولايت د کار او ټولنیزو چارو روزنتون د متوسطې لیسه کېدو، شینوارو او روداتو ولسوالیو کې د روزنتونونو فعالېدو او د نجونو لپاره د ځانګړي مرکز جوړیدو برخو کې به هم هڅه وکړي.

ښاغلي ته ينج د مرسته کوونکو مؤسسو له همکاريو مننه وکړه او د بې سرپرسته ماشومانو پالنه يې د ټولو هيوادوالو اېماني او وجداني دنده ياده کړه؛ پر شتمنو او سوداګرو يې غږ وکړ، چې دې برخه کې زياته پاملرنه وکړي.

د ولسمشر سلاکار او د ننګرهار والي ضياالحق امرخيل د کار او ټولنيزو چارو وزير او رهبري پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، چې جنګ جګړو په هيواد کې ډير ماشومان يتيمان او ميرمنې کونډې کړي دي؛ نوموړي هم پر سوداګرو او هيوادوالو غږ وکړ، څو د دې قشر لاسنيوی او مرسته وکړي.

غونډه کې د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست رئیس عبدالحکيم شيرزاد د خپلو خبرو په ترڅ کې د وزارت رهبرۍ سره د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لاسته راوړنې، ستونزې او خپل وړاندیزونه شریک او د ستونزو د حل غوښتنه یې و کړه.

دې غونډه کې د ننګرهار ولايتي شورا استازي اسرارالله مراد، د ارشاد حج او اوقافو رييس مولوي محمد داوود مجاهد، قومي مشر حاجي سيدالرحمن مومند او د صنعتکارانو په استازيتوب شريفې احمدزۍ هم خبرې وکړې؛ دوی د خپلو خبرو په ترڅ کې د ياد مرکز پرانسته ګټور ګام ياد کړ او د وزارت رهبرۍ څخه يې و غوښتل، څو د روزنتونونو، فني او حرفوي زده کړو مرکزونو او کار رامنځ ته کولو برخه کې هم جدي کار وکړي.

د ويلو دی، چې د دې غونډې په پای کې د يونسيف ادارې په مالي مرسته د يتيمانو کورنيو سره د ۱۱۰ بستې ژمنيو توکو چې هره بسته کې شل قلمه البسه او اړين توکي شامل وه، مرسته و شوه.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار