کونړ کې د فني او حرفوي زده کړو څخه ۱۸۰ تنه فارغ شول

publish
سبت, يناير 16 2021 12:37 مساء
1399

هغه غونډه چې په همدې موخه د کونړ ولايت روزنتونونو تالار کې جوړه شوې؛ په کې د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج، مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل او ورسره مل پلاوي ترڅنګ د کونړ والي محمد اقبال سعيد، کونړ ولايتي شورا مشر، قومي مشرانو او د علماوو يو شمير استازو هم ګډون کړی وه.

غونډې ته د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج په وينا کې، شاګردانو ته د مبارکۍ ترڅنګ فني او حرفوي زده کړې د کار موندنې او بې کارۍ کچې را ټيټولو برخه کې مهمې و بللې، زياته يې کړه، چې کونړ ولايت کې د ښو لرګيو په شتون سره د لرګي صنعت په برخه کې ښه فرصتونه شته؛ نوموړي ژمنه وکړه، چې دې برخې ته به جدي پاملرنه وکړي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید د حرفوي زده کړو پروګرامونه د بې کارۍ او فقر مخنیوي برخه کې مهم وبلل او د وزارت له مشرتابه يې وغوښتل، چې د نورو مرستو ترڅنګ حرفوي زده کړو پروګرامونو ته لا زياته پراختيا ورکړي.

د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس عطا الله نوري؛ ياد ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو رياست د کړنو، لاسته راوړنو او ستونزو بيانولو ترڅنګ وويل، چې روان کال( ۱۳۹۹) کې د وزارت ترڅنګ د IOM مؤسسې له خوا شل تنه او DRC مؤسسې له لوري هم ۱۶۹ تنه په بېلابېلو حرفو کې روزل او فارغ شوي دي.

دې غونډه کې د کنړ ولایتي شورا رئيس، دیني عالمانو، روزنتون استادانو او ځينو نورو مسؤلينو هم خبرې وکړ؛ ياد ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو رياست اړوند ستونزې يې د وزارت رهبرۍ سره شريکې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د ويلو دی، چې دغو ۱۸۰ تنو پنځه څانګو (لاسي صنایعو، برېښنا، د لرګیو ګلکارۍ، ویر ینګ او نل جوړونې) کې څلور میاشتنۍ زده کړې ترسره او نن ورته د مسؤلينو له لوري تصديق پاڼې و ويشل شوې.

د غونډې پای کې د کار او ټولنيزو چارو وزير، د کونړ والي او مل پلاوي د يونيسيف ادارې په مالي مرسته د کونړ مرکزي روزنتون زده کوونکو ته ژمنۍ بستې هم وويشلې.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار