د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو يو شمير کارکوونکو ته د کار بازار مطالعي او ارزونې اړوند ورکشاب جوړ شو.

publish
أربعاء, أبريل 21 2021 10:36 صباحا
2-

د ورکشاپ پرانسته کې د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي د کار بازار مطالعې او ارزونې اړوند خبرې و کړې، و یې ویل: په اوسنیو شرایطو کې د کار بازار مطالعې او ارزونې ته ډیره اړتیا ده؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل هڅه کړې؛ څو د کار بازار مطالعې او ارزونې له مخې د کار مارکیت کنټرول او د کار بازار مطابق هیوادوالو ته د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې له ښه مرغه اوس په دې برخه کې نړیواله ټولنه او اړوندې ادارې هم ژمنې دي؛ څو له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د کار بازار مطالعې او ارزونې برخه کې کار و کړي.

د کاري چارو مرستیال د ورکشاپ له ګډونوالو و غوښتل؛ څو د ورکشاپ له موضوعاتو څخه ګټه پورته او ورکشاپ کې فعاله ونډه واخلي.

دغه ورکشاپ د اروپایي ټولنې او GIZ په تخنیکي همکارۍ جوړ شوی، چې په دې پروګرام کې د مرکز په شمول د دولس ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو دوه دوه تنه اړوند کارکوونکي ورته را بلل شوي، چې د یو بهرني ترینر له لوري به ورته د کار مارکیت پر عواملو، اړتیاوو او د کار بازار مطالعې او ارزونې اړوند موضوعاتو برخه کې ورته زده کړه او معلومات ور کړل شي.

د ویلو ده، چې په دوه نورو ورته پروګرامونو کې به د پاتې نورو ولایتونو اړوند مسؤلین هم دعوت او د کار بازار مطالعې او ارزونې اړوند اړین موضوعات او معلومات به ورسره شریک شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار