۱۴۰۰ ښوونيز کال کې به شا او خوا اته سوه تنه زده کوونکي، افغان ـ کوريا انستيتوت کې د فني او حرفوي زده کړو مختلفو څانګو کې و روزل شي.

publish
أربعاء, أبريل 21 2021 10:53 صباحا
6-

دغه خبرې د افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت آمر مير جلال الدين هشام د ۱۴۰۰ ښوونيز کال پرانست غونډه کې و کړې.

نوموړي زياته کړه چې ۱۴۰۰ ښوونيز کال کې به شا او خو اته سوه تنه د نهم او دولسم صنف فارغانو( انجونې او هلکان) ته د دې انستيتوت اوو څانګو ( ساختماني، کمپيوتر، انګليسي، خياطي، برق، موټر ترميم او نلدواني) کې د مسلکي استادانو له خوا زده کړې وړاندې شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د نوي ښوونيز کال پرانست غونډه کې شاګردانو ته په خطاب وويل: خپلو درسونو ته په وخت حاضر، له دې فرصت څخه په ښه توګه ګټه پورته او يو مسلک په ښه توګه زده کړئ.

ښاغلي ته ينج زياته کړه: د دې انستيتوت او هيواد کې د نورو فني او حرفوي زده کړو مرکزونو فارغانو څخه به د يوې ځانګړې آزموينې اخيستلو وروسته د فني او حرفوي زده کړو معتبر تصديق ورکول کيږي، چې په کور دننه او له هيواده بهر به د اعتبار وړ وي.

غونډه کې د کاري چارو مرستيال سيدعبدالکريم هاشمي هم خبرې وکړې، و يې ويل: د کار بازار کې له مهارت پرته رقابت سخت دی؛ د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، څو د فني او حرفوي زده کړو وړاندې کولو له لارې د کار بازار کيفيت لوړ او هيوادوالو ته له دې لارې د کار زمينه برابره کړي.

نوموړي همدارنګه وويل: هغه فارغان چې د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو څخه فارغيږي، د کار او ټولنيزو چارو وزارت، له خوا بهر ته د کارګرانو د ليږد پروسې په لومړيتوب کې شامل دي.

د ويلو دی، چې افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت کې ۸۰ سلنه درسونه عملي دي، چې د دې انستيتوت له رامنځ ته کېدو( ۲۰۰۴) تر دې مهاله نږدې اته زره شاګردان له ياد انستيتوت څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 22 2025 11:18 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل بممثلي الصناعين

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بممثلي الصناعين التابعين للقطاع الخاص، ومسؤولي المصانع والشركات.

خلال هذا اللقاء،. . .

أحد, أكتوبر 12 2025 3:09 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين وزارة الداخلية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين وزار ة الداخلية لشؤون الأمن، المولوي صدر إبراهيم.

في بداية اللقاء، أوضح معين الشؤون العمل. . .

ثلاثاء, أكتوبر 07 2025 2:36 مساء
Background image

قام معين الشؤون الاجتماعية بتقيّم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية

 

قام معين الشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال زيارته إلى محافظتي ننجرهار و كونر، بتقيم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية في هاتين المحافظتين، وكذلك كيفية. . .

باز گشت به اخبار