پنځه سوه بېوزله کورنیو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته و شوه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ کابل ښار کې پنځه سوه بې وزله کورنیو سره د استرلیا هیواد د انساني مرستو ټولنې له خوا د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته و شوه.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د یادو مرستو د ویشلو پر مهال د استرلیا هیواد د انساني مرستو ټولنې له همکارۍ او بې وزله کسانو سره د مرستې په پار مننه و کړه او له نورو مرسته کوونکو ټولنو یې و غوښتل؛ څو د بې وزله افغانانو لاسنیوی و کړي.
ښاغلي ته ینج زیاته کړه: لا هم مهربانه زړونه شته، چې د بېوزله هیوادوالو لاسنیوی کوي، چې یو له هغو هم د استرلیا هیواد د انساني مرستو ټولنه ده، چې تل یې افغانانو سره مرسته کړې ده.
د دې مرستو د ویش پر مهال د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني وویل: ډیر خوښ یم، چې نن پنځه سوه کورنۍ له مرستو څخه برخمن کیږي؛ نوموړي زیاته کړه، چې کار او ټولنیزو چارو وزارت تل هڅه کوي؛ څو بې وزله او مستحق کسان په ګوته او د مختلفو مرسته کوونکو ټولنو سره په همغږۍ ورته مرستې و رسوي.
د استرلیا انساني مرستو ټولنې رئيس مطیع الله نوید د یادو مرستو د ویشلو پر مهال خوښي څرګنده کړه او دا یې د دولت سره په همغږۍ یو ګډ پروګرام یاد کړ؛ نوموړي همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ هم مننه و کړه، چې د مستحقو کسانو په معرفي کولو کې یې همکارې و کړه.