د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ ته د کار او ټولنيزو چارو وزير سفر

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج او ورسره مل پلاوي د يو کاري سفر په ترڅ کې د فارياب ولايت اندخوی ولسوالۍ ته لاړ، چې د ياد ولايت د ولايتي شورا استازو، قومي مشرانو، د اندخوی څلور ګونه ولسواليو ولسوالانو، امنيه قومندانانو، امنيت مديرانو او د وړکتونونو ماشومانو له خوا ورته ښه راغلاست و ويل شو. د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د دې سفر پر مهال له ګڼ شمير اندخويي مشرانو او خلکو سره و کتل او همدارنګه يې له هغو کورنيو سره چې د کورنيو غړي يې له لاسه ور کړي وه؛ هم ورغی، شهيدانو ته يې د الله ج له درباره د فردوس جنت او کورنيو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه. ښاغلي ته ينج همدارنګه اندخوی ولسوالۍ کې د ترکستان راديو د لسمې کاليزې پروګرام کې ګډون وکړ او همدارنګه د اندخوی ولسوالۍ د غونډو تالار کې يې له خلکو سره د خپل کاري سفر اړوند معلومات شريک کړل او د کاري فرصتونو، بهر ته د کارګرانو پر ليږد او کاري او ټولنيزو چارو وزارت د پروګرامونو پر تحقق خبرې وکړې. دې ناسته کې د اندخوی ولسوال سلطان محمد سنجر، د فارياب ولايتي شورا منشي انجينير محمد روزي، د اندخوی د علماوو شورا مشر مولوي نجيب الله خاکسار او د اندخوی د ښځو شبکې استازې نصيبه حکيمي هم خبرې وکړې؛ کار او ټولنيزو چارو وزير او مل پلاوي ته يې د ښه راغلاست ترڅنګ يې خپلې ستونزې د وزارت رهبرۍ سره شريکې او د حل غوښتنه يې وکړه. د کار او ټولنيزو چارو وزير او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د اندخوی څلور ګونه ولسواليو لپاره د کار او ټولنيزو چارو آمريت هم پرانست. د ويلو دی، چې د کار او ټولنيزو چارو وزير د فني او حرفوي مرکزونو پرانستلو او د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند ستونزو اوريدلو په موخه تر دې مهاله د هيواد ګڼ شمير ولايتونو ته کاري سفرونو کړي او په پام کې ده نورو ولايتونو ته هم کاري سفرونو و کړي.