د کاري چارو معينيت اونيزه ناسته د کاري چارو مرستيال په مشرۍ جوړه شوه
دغه ناسته چې د کاري چارو مرستيال محمد اجمل شاه پور په مشرۍ جوړه شوې وه؛ په کې د ياد معينيت اړوندو رئيسانو، آمرينو او مسؤلينو ګډون کړی وه، چې په کې د تيرې اونۍ پروګرامونه و ارزول شول او د روانې اونۍ لپاره کاري موضوعات مشخص شول.
د کاري چارو مرستيال محمد اجمل شاه پور د کړنو په تر سره کولو کې پر شفافيت ټينګار و کړ او مسؤلينو ته يې لارښوونه وکړه؛ څو د کړنو د لا ښې همغږۍ په موخه د هرې اونۍ په پای کې د اړوندو رياستونو مسؤلين هم سره د همغږۍ ناستې و لري.
دې ناسته کې همدرانګه بهر ته د کارګرانو د ليږد پروسې اړوند هم خبرې و شوې او د کاري چارو معينيت رهبرۍ اړوندو برخو ته سپارښتنه وکړه؛ څو د يادې پروسې ستونزو پيدا او حل په موخه ورته په ګډه حل لارې چارې و لټول شي.
