پنځه سوه بې وزلو او یتیمو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته و شوه.

publish
أربعاء, يوليو 14 2021 6:18 مساء
1

کابل: ۲۳ سرطان ۱۴۰۰ هـ ش

دغه مرسته چې "رابطه العالم الاسلامی" خیریه مؤسسې له خوا، د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ برابره شوې وه؛ نن د ټولنیزو چارو مرستیال او د یادې مؤسسې مسؤلینو له لوري و ویشل شوه. د دي مرستو ویشلو پروګرام کې د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د خپلو خبرو په ترڅ کې جنګ، بې وزلي او بې کاري په هیواد کې لویې ستونزې یادې کړې؛ د یادې مؤسسې له مرستو څخه یې مننه و کړه، له سوداګرو او نورو مرسته کوونکو بنسټونو څخه یې و غوښتل، څو په داسې شرایطو کې د بېوزله هیوادوالو لاسنیوی و کړي. وروسته د یادې مؤسسې د کابل دفتر مشر قاري نور زمان شرافت د خپلو خبرو په ترڅ کې له بېوزلو او اړمنو سره مرسته د ټولو هېوادوالو ټولنیز مسؤلیت یاد کړ او یادو مرستو ویشلو همغږۍ برخه کې یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه مننه و کړه؛ ژمنه یې و کړه، چې راتلونکې کې به هم ورته مرستې ترسره کړي. د ویلو دی، چې دغو مرستو کې هر یتیم او بې وزله کورنۍ ته ۲۴ کیلو ګرامه د خوراکي توکو بسته چې پنځه نوعه( اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا او بوره) مواد په کې شامل وه، و ویشل شوې

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 22 2025 11:18 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل بممثلي الصناعين

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بممثلي الصناعين التابعين للقطاع الخاص، ومسؤولي المصانع والشركات.

خلال هذا اللقاء،. . .

أحد, أكتوبر 12 2025 3:09 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين وزارة الداخلية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين وزار ة الداخلية لشؤون الأمن، المولوي صدر إبراهيم.

في بداية اللقاء، أوضح معين الشؤون العمل. . .

ثلاثاء, أكتوبر 07 2025 2:36 مساء
Background image

قام معين الشؤون الاجتماعية بتقيّم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية

 

قام معين الشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال زيارته إلى محافظتي ننجرهار و كونر، بتقيم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية في هاتين المحافظتين، وكذلك كيفية. . .

باز گشت به اخبار