افغان ـ کوریا د فني‌ او حرفوي‌ زده کړو انستیتوت څخه د ۳۶۶ تنه شاګردانو فراغت غونډه

publish
سبت, فبراير 26 2022 2:23 مساء
Q

  
دغو فارغانو چې اوو مختلفو (کمپیوتر، انگلیسی، خیاطی، نجاري، برق، ساختماني و نلدوانی) څانګو کې يې شپږ مياشتې او همدارنګه څلور څانګو کې يو کال زده کړې تر سره کړې وې، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالي او اداري چارو مرستيال او سرپرست وزير څارنوال عبدالولي، د مهارتونو پراختيا رئيس او ځينو نورو ميلمنو له لوري ورته فراغت پاڼې و ويشل شوې. 
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست؛ فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل:  فن او حرفه د آرامه ژوند جوړولو یو ښه عامل دی.  
نوموړي زياته کړه: د کار او ټولنيزو چارو وزارت نوي رهبري هڅه کوي، څو د ورته مسلکي زده کړو بهير لا ګړندی او ځوانانو ته مختلفو برخو کې د کارموندنې په موخه مسلکي زده کړې و رسوي.  
ناسته کې د مهارتونو د پراختيا رئيس توريالي مجيدي هم خبرې وکړې و يې ويل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د مسؤل شخص په توګه به هڅه وکړي، چې يادو فارغانو ته د خصوصي سکتور مختلفو برخو کې د کار زمينه برابره کړي. 
غونډه کې د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت آمر هم فارغانو ته مبارکې وویله، زیاته یې کړه: افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت شاګردانو ته د فن او حرفې ور زده کولو تر څنګ د کارموندنې په برخه کې هم هڅه کوي. 
د افغان ـ کوريا آمر زیاته کړه، چې د ۱۴۰۰ کال ښوونیزه او روزنیزه دوره کې له اوو  (کمپیوتر، انگلیسی، خیاطی، نجاري، برق، ساختماني و نلدوانی) څانګو څخه ۳۶۶  تنه ( انجونې او هلکان) فارغ او نن یې د فراغت پاڼو ویشلو شاهد یو. 
هيره د نه وي، چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي د افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت مختلفو څانګو څخه هم ليدنه و کړه او د چارو د لا ښه والي په موخه يې د انستيتنوت مسؤلينو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه ترین اخبار

أحد, أغسطس 24 2025 3:53 مساء
Background image

توزيع أدوات العمل على 216 من المحتاجين والفقراء في كابول

بفضل جهود وزارة العمل والشؤون الاجتماعية وبالتنسيق شركائها، تم توزيع أدوات عمل على 216 شخصاً من المحتاجين والفقراء الذين تم تحديدهم من خلال مسح خاص في مديرية شكردرة بمحافظة كابول، وذلك. . .

اثنين, أغسطس 18 2025 2:23 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل برئيس عام للبنك الأفغانستان

بهدف متابعة تعهدات المؤتمر الوطني للعمل، وتعزيز وتنمية المشاريع الصغيرة والمتوسطة في المجتمع، وتوفير المزيد من التسهيلات للمستثمرين المحليين والأجانب، التقى معين الشؤون العمل الحاج. . .

اثنين, أغسطس 11 2025 8:48 صباحا
Background image

تخرج 126 شخصاً من التعليم الفني والمهني في محافظة لوجر

 

شارك معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مراسم تخرج الشباب من المركز التعليم الفني والمهني التابع للوزارة في محافظة لوجر وألقى كلمة. . .

باز گشت به اخبار