د کار او ټولنیزو چارو مالي او اداري مرستیال وزیر د خوست ولایت له اړوندو ادارو څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
اثنين, يناير 09 2023 9:48 صباحا
m

د کار او ټولنیزو چارو مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین؛ خوست ولایت ته په خپل کاري سفر کې نن د یاد ولایت له ولايتي ادارې، د کار او ټولنیزو چارو، د ټولګټو ولایتي ریاستونو او دویمې امنیتي حوزې څخه لیدنه وکړه.
مولوي حقبین په خپل سفر کې د خوست ولایت له مرستیال والي مولوي محمدانور دين‌پرور، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي صاحب میرجان حقاني، د ټولګټو رییس مولوي محمدالله احمد او دویمې امنیتي حوزې آمر مولوي عقل جان عثماني سره او وروسته بیا د یادو ریاستونو له مسوولینو او کارکوونکو سره ولیدل. مرستيال والي، ولایتي رییسانو په تیر څه کم یونیم کال کې د خپلو لاسته راوړنې، فعالیتونه، ننګونې او نیمګړتیاوې له مولوي حقبین سره شریکې کړي او همداراز په ټولنه کې زيانمنونکو اقشارو، ګونډو او یتیمانو په وضعيت يې هم خبرې وکړي.
مولوي حقبین د کار او ټولنیزو چارو او د ټولګټو ریاستونو کارونه او فعالیتونه وستایل، د نیمګړتیاوو او ننګونو په رفع کې یې له هغوی سره ژمنه وکړه؛ او د یادو ریاستونو ټولو کارکوونکو او مسوولینو ته یې د صادقانه خدمت او مراجعینو سره د غوره او نیک چلند سپارښتنې وکړي.
مولوي دین محمد حقبین په پای کې د خوست ولایت د امنیي قومندانی له دویمې امنیتي حوزې څخه هم لیدنه وکړه؛ او د امنیتي چارو د بهبود لپاره یې هغوی سره خپلې تجربې شریکې کړې.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار