افغان ـ کوریا د فني‌ او حرفوي‌ زده کړو انستیتوت څخه ۴۰۰ تنه فارغ شول

naweed_admin
أربعاء, مارس 15 2023 9:49 صباحا
Q

دغو فارغانو چې اوو مختلفو (کمپیوتر، انگلیسی، خیاطی، نجاري، برق، ساختماني و نلدوانی) څانګو کې يې زده کړې تر سره کړې وې، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي دين محمد حقبين، د وزارت مقام د دفتر رييس ملا شرف الدين شرف، د مهارتونو د پراختيا عمومي رئيس مولوي عبدالواحد فايز، د افغان ـ کوريا آمر مولوي محمد امين عارف، ځينو نورو رئيسانو او ميلمنو له لوري ورته فراغت پاڼې و ويشل شوې. 
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي دين محمد حقبين فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: فن او حرفه د کارموندنې او آرامه ژوند یو ښه وسيله ده.  
نوموړي زياته کړه: کسب لرونکی د الله ج دوست دی او د کار او ټولنيزو چارو وزارت تل هڅه کړې، څو د فن او حرفې له لارې هيوادوالو ته د کار زمينې برابرولو په موخه تخنيکي او مسلکي زده کړې ورکړي.
ښاعلي حقبين همدارنګه پر بشري مرسته کوونکو مؤسسو غږ وکړ؛ څو د افغانانو سره د خوراکي موادو سربيره نورې بنسټيزې مرستې وکړي ځکه چې د بنسټيزو مرستو له لارې نه يوازې دا چې افغانانو ته به په کور دننه د کار زمينه برابره شي بلکې بنسټيزې مرستې به د افغانستان د آبادۍ سبب هم و ګرځي. 
د مالي او اداري چارو مرستيال زياته چې افغانستان ګڼ شمير کادرونه لري او که چيرته دغه کادرونه د زړه له اخلاصه په اسلامي او افغاني روحيه په خپلو مسلکونو کې کار وکړي؛ نو ګران افغانستان به ډير ژر مترقي او آباد شي. 
د مهارتونو د پراختيا عمومي رئيس مولوي عبدالواحد فايز د خپلو خبرو په ترڅ کې فني او حرفوي زده کړې د حلال رزق ګټلو يوه ښه وسيله و بلله او د فني او حرفوي زده کړو پر کيفيت يې ټينګار وکړ. 
دې غونډه کې د الکوزي شرکت مشر شعيب وحدت هم خبرې وکړې و يې ويل: فني او حرفوي کارګر د هيواد معنوي پانګه دی، په کور دننه د فني او حرفوي زده کړو شاګردانو روزل موږ د بيروني کارګرو له احتياج څخه خلاصوي. نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار بازار مطابق د فني او حرفوي کارګرو په روزلو ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې له کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د دې ډول مرکزونو په برخه کې همکاري کوي. 
د ويلو دی، چې افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت، ۱۳۸۴ هـ ش کال د دوست هيواد کوريا په مالي مرسته جوړ او د کار او ټولنيزو چاررو وزارت تر چتر لاندې فعاليت لري، چې اتيا سلنه درسونه په کې عملي او د کار بازار مطابق دي.

تازه ترین اخبار

خميس, يونيو 05 2025 9:05 صباحا
Background image

تم توقيع اتفاقيات تفاهم لتفعيل نظام إدارة الوثائق و نظام وظيفة سهلة في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية

تم توقيع اتفاقيات بين وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبد المنان عمري و وزير الاتصالات والتكنولوجيا المعلومات الحاج المولوي نجيب الله حيات حقاني، بهدف إنشاء و تفعيل نظام إدارة. . .

أربعاء, مايو 28 2025 2:19 PM
Background image

تمت المصادقة على دليل أنشطة المجلس الأعلى للعمل

بقيادة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج  الملا عبدالمنان عمري، و بحضور ممثلين عن النقابات المعنية بالعمل، تمت المصادقة على دليل أنشطة المجلس الأعلى و دليل مهام أمانة هذا المجلس.

ف. . .

اثنين, مايو 26 2025 10:35 صباحا
Background image

بعد أربع سنوات، تم تسليم ثلاثة شباب مفقودين إلى أسرهم

تم تسليم ثلاثة شباب، كانوا قد انفصلوا عن عائلاتهم منذ نحو أربع سنوات و تلقوا الرعاية في المراكز الدعم التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، إلى والدهم بعد العثور على عائلاتهم، و ذلك. . .

باز گشت به اخبار