د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال په افغانستان کې د اسلامي هوساینې نړۍوالې مؤسسې له مشر سره ولیدل

naweed_admin
سبت, يوليو 15 2023 1:09 صباحا
R


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمد حقبین په خپل کاري دفتر کې؛ په افغانستان کې د اسلامي هوساینې نړۍوالې مؤسسې له مشر منظور احمد سره ولیدل.
د کتنې په پیل کې د ښاغلي منظور احمد په افغانستان کې د یاد سازمان پخوانیو، روانو او راتلونکو پلانونو او برنامو په تړاو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ته پوره معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې یاده مؤسسه په ډيرۍ لویدیځو هیوادونو کې مرکزونه لري، او هلته میشته مسلمان وګړو څخه بسپنې راټولوي او په اسلامي نړۍ کې یې پر بې وزلو وګړو ویشي، او په ځانګړې ډول مصیبت‌ځپلو سیمو ته اضطراري مرستې چې په هغو کې خوراکي توکي، درمل او البسه شامله ده؛ رسوي.
ښاغلي منظور احمد زیاته کړه چې اوسمهال په ټول افغانستان کې موږ د کرنې، روغتیا او تعلیم په برخو کې پر فعالیت سربیره تر اوو زرو ډیر یتیمو ماشومانو، ساتنه، پالنه او کفالت پرغاړه لرو.
په افغانستان د خپلو برنامو او فعالیتونو غځولو او پراختیا لپاره ښاغلي منظور احمد د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې له یاد وزارت سره د دوی پر هوکړه‌لیکونو ژر کتنه وشي او ژرترژره لاسلیک شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمدحقبین هم په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د اسلامي هوساینې نړۍوالې مؤسسې له فعالیتونو خوښې څرګنده کړه او وویل چې اوس تر بل هر وخت د نړۍوالو مرستندویه مؤسسو فعالیتونو ته په هیواد کې ښه زمینه برابره ده، جګړه پای ته رسیدلی، امنیت ټینګ دی او فساد ختم شوی دی.
مولوي حقبین زیاته کړه چې ټولو نړۍوالو مؤسساتو ته پکار ده چې خپل فعالیتونو او برنامې په افغانستان کې پراخې کړي، لویې او بنسټیزې پروژې پلې کړي، د هیواد زیانمنو وګړو ( یتیمانو، کونډو، معلولینو او د شهداوو کورنیو) ته خپل خدمات ورسوي، سرحدي ولایتونو ته چې ډير جګړه‌ځپلې دي خپل فعالیتونه وغځوي او لیرې پرتو سیمو ته زیاته پاملرنه وکړي.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي دین‌محمدحقبین د اسلامي هوساینې نړۍوالې مؤسسې له مشر سره په افغانستان کې د بهرنیو مؤسسو د فعالیت څرنګوالې په اړه د افغانستان اسلامي امارت طرزالعمل په چوکاټ کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار