سپین‌بولدک کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت کاري ټیم د اړونده ادارو په هم‌غږۍ د بېرته راستنېدونکو هیوادوالو د ثبت لړۍ دوام لري

naweed_admin
خميس, نوفمبر 16 2023 8:39 صباحا

د افغانستان اسلامي امارت له لورې راستنیدونکو هیوادوالو د خدماتو د تنظیم لپاره توظیف شوې کمیټې او همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس سپینبولدک ولسوالۍ ته د دې وزارت استول شوی تخنیکي ټیم د کډوالو چارو آمریت سره اوږه په اوږه د سهشنبې په ورځ ۷۴۶ کورنۍ چې ۴۰۷۷ تنه کیږي؛ د کاري فرصتونو او ټولنیزو خدماتو وړاندې کولو په پار خپل سیستم کې ثبت او هغوی ته یې لازم خدمات وړاندې کړل.
همدارنګه یاد تخنیکي ټیم په بولدک دري تنه لادرکه ماشومان، چې په پاکستان هیواد کې بندیان او رد مرز شوی وو؛ بیرته له خپلو کورنیو سره یوځای د MPO مؤسسې په مرسته د کندهار ولایت د ماشوم ساتنې مرکز ته انتقال کړل.
د یادولو وړ ده چې سپین بولدک کې مېشت د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم په دوو شفټونو کې خپلو بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د خدماتو د ترسره کولو سربېره، له کورنیو سره د ورکو ماشومانو د یوځای کېدو، په حمایتي مراکزو کې د ځینو ماشومانو ساتل، روغتیايي برخې او ترانسپورت ته د بېرته راستانه شویو هېوادوالو د لاسرسي په برخو کې هم خپلې هلې ځلې او کوښښونه کوي؛ او تردې مهاله توانیدلی چې تر  ۱۳۷۲ کورنۍ چې ټولټال ۷۴۱۷ تنه کیږي؛ به خپل سیتسم کې ثبت کړي دي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار