د کار چارو معین د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له مشر سره وکتل

naweed_admin
ثلاثاء, يوليو 02 2024 12:09 صباحا
R

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) له مشر ښاغلي استیفن رودریکز او ورسره مل پلاوي سره وکتل. په کتنه کې د چارو معین مولوي محمد زاهد احمدزي مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، وویل: لکه څرنګه چې تاسو پوهېږئ بېکاري یوه نړیواله ستونزه ده، د افغانستان اسلامي امارت دې ستونزې ته د رسېدنې په موخه د مرکز په ګډون په مختلفو ولایتونو کې د فني او حرفوي زده‌کړو مراکز پرانیستي، ترڅو له دې لارې هېوادوالو په ځانګړې توګه ځوان قشر ته د بازار د اړتیاوو مطابق د زده‌کړو زمینې برابرې کړي. همدارنګه مولوي محمد زاهد احمدزي د کار ملي کانفرانس په برخه کې د ترسره شویو پرمختګونو په اړه معلومات شریک او هیله یې وښوده چې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دې د کانفرانس په برخه کې خپلې تخنیکي سلا مشورې له دې وزارت سره شریکې کړي. ورپسې ښاغلي استیفن رودریکز د دې وزارت فعالیتونه وستایل او زیاته یې کړه: دا زموږ هیله ده، چې زموږ تخینکي ټیمونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په ګډه کار وکړي او د کار بازار تر مطالعې او څېړنې وروسته افغان وګړو ته مناسب کاري فرصتونه ایجاد شي. همداراز یې ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به د دوی پروژې د دې وزارت سره په همغږۍ په لرې پرتو سیمو کې هم پلي شي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار