د ټولنیز خوندیتوب سکتور درېیمه ناسته ترسره شوه؛

naweed_admin
سبت, أغسطس 31 2024 9:52 صباحا
E

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ او د اوولسو امارتي او غیر امارتي ادارو د استازو په حضور؛ د ټولنیز خوندیتوب سکتور په درېیمه ناسته کې د دې سکتور د فعالیت په لارښود او ځینو اړوندو چارو بحثونه وشول.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ؛ د ټولنیز خوندیتوب سکتور د لارښود د نهايي کېدو، د دې سکتور د جوړېدو پر اهمیت او له لارې یې د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په اړه بحث او خبرې وکړې. همداراز یې څرګنده کړه: د دې سکتور د فعالیت پیل او د غړو ادارو ترمنځ نږدې هم‌کاري او ګډې هڅې به وکولای شي چې  تر ډېره حده د زیانمنو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د فقر د کموالي سبب به وګرځي.
ورپسې  د وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج شیخ عبدالبر هم خپله لنډه وینا کې په ډاګه کړه، چې هېواد کې شته ستونزو ته د حل لارو موندلو په موخه اړینه ده چې مسؤلیتونه او مکلفیتونه په ښه توګه درک او هره اداره پخپلو چارو کې روانې هڅې او فعالیتونه ګړندي کړي، تر څو له یوې خوا د فقر او د بیکارۍ کچو د ټيټېدو سبب شي او له بلې خوا د یوه بډایه او پرمختللي افغانستان په لور ګامونه واخیستل شي.
په همدې ترتیب د ټولنیزو تأمیناتو د تنظیم د رئیس له لوري د تېرو دوو ناستو په اړه راپور، د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس له لوري د ټولنیزخوندیتوب سکتور لپاره د الکترونیکي سیستم د طرحې او د پالیسۍ او پلان ریاست لوري د ټولنیز خوندیتوب د ملي پالیسۍ په طرحې د کار په اړه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک شول. 
د ناستې ګډونوالو د یادو مواردو په اړه خپل وړاندیزونه، غوښتنې او نظریات شریک کړل او هم پرېکړه وشوه، چې په راتلونکې ناسته کې دې د ټولنیز خوندیتوب سکتور لارښود د نهايي کېدو په منظور وړاندې شي او هم دې د کاري کمېټو غړې ادارې او د دوی مسؤلیتونه په ګوته شي.
د ویلو ده چې ناسته کې د عدلیې، پوهنې، لوړو زده‌کړو، عامې روغتیا، اقتصاد، ټولګتو، د شهیدانو او معلولینو چارو، د کلیو د پراختیا او بیا رغاونې، د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو، اطلاعاتو او کلتور، کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ، د ارشادو، حج او اوقافو او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارتونو او طبیعي پېښو ته د رسېدو ادارې، د افغاني سرې میاشتې ټولنې، کابل ښاروالۍ او چاپېریال ساتنې ملي ادارې استازو، چې د ټولنیز خوندیتوب سکتور غړې ادارې دي، ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

أحد, أكتوبر 12 2025 3:09 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين وزارة الداخلية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين وزار ة الداخلية لشؤون الأمن، المولوي صدر إبراهيم.

في بداية اللقاء، أوضح معين الشؤون العمل. . .

ثلاثاء, أكتوبر 07 2025 2:36 مساء
Background image

قام معين الشؤون الاجتماعية بتقيّم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية

 

قام معين الشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال زيارته إلى محافظتي ننجرهار و كونر، بتقيم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية في هاتين المحافظتين، وكذلك كيفية. . .

ثلاثاء, سبتمبر 23 2025 9:43 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل برئيس اتحاد شركات المقاولات

التقى معين الشؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس اتحاد شركات المقاولات في أفغانستان، حميد الله حبيبي وممثله.

في بداية اللقاء، قدّم رئيس اتحاد شركات المقاولات. . .

باز گشت به اخبار