له مرکز څخه ورغلی مؤظف پلاوي د خوست له روزنتون، فني او حرفوي زده‌کړو او د ماشوم‌ساتنې له حمایوي مرکزونو څخه ليدنه وکړه

naweed_admin
سبت, أكتوبر 12 2024 10:53 صباحا
n

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، د داخلي تفتیش رئیس ملاشرف‌الدین شرف په مشرۍ مؤظف پلاوي د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست د ورځینو کاري فعالیتونو او همدارنګه د روزنتون، فني او حرفوي ‌زده‌کړو او د ماشوم‌ساتنې له مرکزونو څخه د چارو د لا ښه‌والي په منظور لیدنه او څارنه وکړه.
د دې لیدنې او ارزونې په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست کاري فعالیتونو، لاسته‌راوړنو او راتلونکي پلانونو د ستاینې ترڅنګ له کارکوونکو وغوښتل، چې د ټولنې مظلوم او زیانمن قشر لپاره نه‌ستړې ‌کېدونکې هلې ځلې وکړي.
همداراز مؤظف پلاوي ته د کارکوونکو له لوري په چارو کې موجوده ستونزې او نیمګړتیاوې په ګوته او د حل په موخه يې اړونده کارکوونکو ته د راغلي پلاوي له لوري لازمې سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
د خوست ولایت کار او ټولنیزو چارو رئیس الحاج مولوي آمر صاحب جان حقاني له مرکز څخه د راغلي پلاوي له راتګ څخه د خوښي څرګندولو ترڅنګ، ژمنه وکړه چې د هغوی هدایات او سپارښتنو څخه به په خپلو ورځنیو چارو کې ګټه اخلي.
په پای کې د داخلي تفتیش رئیس ملاشرف‌الدین شرف په مشرۍ مؤظف پلاوي ژمنه وکړه، چې د خوست ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست اړونده ټولې ننګونې او ستونزې به د وزارت له مشرتابه سره شریکوي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار