د لوګر ولایت په یوه ستره ولسي غونډه کې د کار چارو د معین ګډون؛

naweed_admin
أربعاء, نوفمبر 20 2024 3:15 مساء
E


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي لوګر ولایت ته په خپل سفر کې په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
دې غونده کې چې ګڼ شمېر مسؤلینو، علمای کرامو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون درلود؛ په پیل کې د لوګر والي شیخ ضیاءالرحمن مدني مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او له محلي ادارې سره د لوګر مېشتو ولسونو له نږدې همکارۍ یې په نیکۍ د یادونې ترڅنګ؛ د لوګر ولایت په خروار، نرخ او ازرې ولسوالیو کې د یو شمېر پروژو د تطبیق او بشپړېدو څخه یادونه وکړه او هم یې د خروار او سرخاب د اوبو بندونو د عملي کار کې د پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل، چې د هغه په وینا په بشپړېدو سره به یې د ولسي خلکو ډیری ستونزې حل شي. په همدې توګه یې د لوګر ولایت ځوانانو ته د مس عینک پروژه کې د کار زمینې برابرولو په موخه د مسؤلینو د پاملرنې غوښتنه درلوده.
ناسته کې ځینو نورو مسؤلینو او قومي مشرانو هم ویناوې درلودې او د افغانستان اسلامي امارت له لوري د مختلفو برنامو د حمایت او قدر دانۍ سربېره یې؛ په ملي سوداګرو غږ وکر، چې په دې ولایت کې د فابریکو د جوړولو په موخه دې پانګه‌اچونه وکړي، ترڅو د ولسونو د بیکارۍ ستونزه تر یو حده حل او د کورنیو تولیداتو په برخه کې هم ځان بسیاینې ته نږدې شوو.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خپلو خبرو کې لوګر ولایت ته د خپل رسمي سفر او دلته د ترسره شویو پرمختګونو څخه خوښي وښوده، همداراز ژمنه یې درلوده، چې ناسته کې مطرح شوي وړاندیزونه به له مسؤلو چارواکو سره شریکوي. مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: په هېواد کې د بیکارۍ له ستونزې څخه انکار نه‌شي کیدای، خو په وړاندې یې د مبارزې په اړه د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت متعهد دی او د مختلفو برنامو د تطبیق له لارې غواړي ورته معقوله او مناسبه رسېدنه وکړي.
په پای کې یې څرګنده کړه، چې نظام او هېواد مو مشترک دی او باید په ګډه توګه یې د بریا او پرمختګ لپاره کار وکړو او هر یو په خپله برخه کې د خلکو د هوساینې په موخه عملي اقدامات ترسره کړو.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار