کابل کې د فني او حرفوي زدهکړو لپاره له ۳۵۰ تنو ځوانانو ازموینه واخستل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د فني او حرفوي زدهکړو په مرکز کې د نویو زدهکوونکو د جذب په موخه له ۳۵۰ تنه ځوانانو څخه د ساختماني برېښنا، فلزکارۍ، د کمپیوټر زدهکړې او خياطۍ په حرفو کې په ډلهایزه توګه آزموینه واخستل شوه، چې له یادو ځوانانو څخه به ۱۲۰ تنه جذب شي؛ ترڅو په نظري او عملي ډول فني او حرفوي زدهکړې ترلاسه کړي.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زدهکړو د مراکزو د تنظيم ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: په آزموینه کې بریالي ځوانان به تر شپږو میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو ترلاسه کولو وروسته؛ د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازارته واړندې شي.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ د کار او ټولنیز چارو وزارت هڅه داده تر څو په ټولنه کې بیکاره، بېوزله او له زدهکړو څخه پاتې ځوانانو لپاره د فني او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي؛ چې په پایله کې به د بیکارۍ کچه راټیټه او ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره شي تر څو هغوی وکولی شي، خپل هیواد او ټولنې ته د خدمت ترڅنګ؛ خپلو کورنیو ته هم حلاله نفقه پیداکړي.