د ټولنیز خوندیتوب ملي کانفرانس د جوړیدو په موخه دوه‌یمه ناسته ترسره شوه

media_admin
أحد, مايو 11 2025 3:42 مساء
ټولنیز خوندیتوب کانفرانس

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولن یزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده؛ د ټولنیز ‌خوندیتوب ملي کانفرانس د جوړیدو په موخه  د ټولنیز معینیت اړونده مسؤلینو سره خپل‌منځي ناسته ترسره شوه.
په ناسته کې د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده د ټولنیز خوندیتوب ملي کانفرانس د جوړولو د څرنګوالي پر طرحې، ستونزو، ننګونو، ضرورتونو، راتلونکو پلانونو او د کانفرانس د جوړیدو په موخه  پر هر اړخیزو  خبرو او ګډو هلو ځلو پر اهمیت د بحث سربېره د ټولنیز خوندیتوب ملي کانفرانس موخې،  په ټولنه کې د بې‌وزلۍ او فقر کچې راټیتیدل، د کار، ښوونې او روزنې او روغتیا سربېره زیانمنو اقشارو، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته د ژوندانه د نورو سهولتونو برابریدل یاد کړل.
مولوي امین‌زاده زیاته کړه: د کانفرانس د جوړولو نورې اساسي موخې د زیان‌منو اقشارو، بې‌وزله او فقیرو ماشومانو او ښځو له حقوقو څخه د اسلامي شریعت په رڼا کې په ټوله معنا دفاع او  په ټولنه کې د ټولنیز عدالت ټینګښت؛ د اړمنو کورنیو د ژوند د کیفیت لوړول او په ټولنه او کاري چاپیریال کې د انساني وقار خونديتوب یاد کړل.
د یادولو وړ ده؛ چې د ټولنیز خوندیتوب کانفرانس د جوړیدو طرحه د کار ملي کانفرانس له جوړیدو وروسته رامنځته شوه، چې تیر کال په ارګ کې ترسره شو.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار