د رغېدلو معتادینو لاسي تولیدات د افغانستان په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شول

media_admin
أربعاء, مايو 28 2025 9:09 صباحا
رغیدلو معتادینو محصولات

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر چتر لاندې؛ پلچرخي کمپ رغېدلو معتادینو؛ چې په بېلا بېلو حرفو کې تر نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته؛ په خپل لاس جوړ کړي تولیدات د افغانستان په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړل.
په یاد نندارتون کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي کمپ د رغېدلو معتادینو د خیاطۍ، بوټ جوړونې، بیک‌ګنډلو او د کورنیو برېښنایي وسایلو د ترمیم په حرفو کې تولیدات شامل دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په نړیوال نندارتون کې د ټول هېواد په سطحه د امارتي او غیر امارتې شرکتونو؛ صنعت کارانو، فابریکو او فارمونو هم خپل توکی نندارې ته وړاندې کړل؛ ترڅو سوداګریزې اړیکې پیاوړې، د صادراتو کچه پراخه، نوي پانګوال او مشتریان را جذب، فرهنګي او علمي تجربې پیاوړې کړي او عام خلک له صنعت، کرنې، ټکنالوژۍ، روغتیا او د نورو برخو له تولیداتو او محصولاتو سره بلد کړي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد نندارتون کې بهرنیو ننداره چیانو هم ګدون کړی وه؛ چې د جوزا تر یوولسمې به د ټولو هېوادوالو پر مخ پرانېستی وي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار