کابل کې ۶۰۰ تنه یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته نقدي پیسې ووېشل شوې

media_admin
أحد, نوفمبر 09 2025 3:15 مساء
توزیع

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هڅو او همغږۍ؛ کابل کې ۶۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته نقدي پیسې، في نفر ته ۶۶۰۰ افغانۍ په مجموعي ډول  د۳۹۶۰۰۰۰ افغانۍ ووېشل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو معین الحاج مولوي دین محمد حقبین په خپلو خبرو کې د BGK خیریه بنسټ له همکاریو او مرستې د مننې سربېره وویل: یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان د ټولنې تر ټولو زیان سره مخ قشر دی، چې ځانګړې پاملرنه او ملاتړ ته اړتیا لري. نوموړي ټینګار وکړ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دغو ماشومانو د ښه ژوند، زده‌کړې، روغتیا او سرپنا او نورو آسانتیاوو په برخو کې هڅه کوي، ترڅو له محرومیت څخه وژغورل شي.
مولوي حقبین د خپلو خبرو په دوام له نورو همکارو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همغږۍ او د ا.ا.ا  د اصولو او قوانینو په نظر کې نیولو سره، دې او دې ته ورته مرستو او همکاریو ته پراختیا ورکړي، چې په دې سره به د یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو لاس‌نیوي او ستونزو ته مؤثره رسېدنه وشي.
په پای کې  د BGK خیریه بنسټ رئیس عمر فاروق توانا هم په خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ښې همغږۍ او دوامداره همکاریو څخه د مننې سربېره وویل: دا بنسټ په افغانستان کې  یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو ته په میاشتني ډول د خوراکي توکو، ژمنیو مرستو، د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو ته د سرپناوو جوړولو او  درملنې په برخه کې خپل خدمات وړاندې کوي.
د یادونې وړده، چې په یاده غونډه کې د بشري ځواک لوی رئیس مولوي عزت‌الله عارف، د تکنالوژۍ او معلوماتو رئیس آغامحمد حیدري او د مطبوعاتو رئیس سمیع‌الله ابراهیمي هم حضور درلود.
 

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

أربعاء, فبراير 25 2026 2:33 مساء
Background image

عقد اجتماع الدوري للمجلس الأعلى للعمل

 

عقدت وزارة العمل والشؤون الاجتماعية الاجتماع الدوري الخامس للمجلس الأعلى للعمل برئاسة معين شؤون العمل الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، وذلك بحضور معين الشؤون الفنية والمهنية في وزارة. . .

باز گشت به اخبار