د بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته وشوه

media_admin
ثلاثاء, نوفمبر 18 2025 3:07 مساء
ماشوم ساتنه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن په خپلو خبرو کې په مرکز او ولایاتو کې د یادې کمېټې د فعالیتنونو او لاسته‌راوړنو، راتلونکو پلانونو سربېره د اړمنو، شاقه‌کارو، ردمرزي، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو، روغتیايي خدمات، ښوونه او روزنه، د سرپناه برابرولو او له خپلو کورنیو سره د بېرته یوځای کولو په اړه معلومات شریک کړل.

 همداراز نوموړي د خپلو خبرو په دوام  له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه وغوښتل،  ترڅو د ا.ا.ا  د پالیسیو او اصولو له‌مخې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د ساتنې او هغوی ته د ژوندانه د سهولتونو برابرولو په موخه؛ خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو په دې برخه کې سپارل شوی مسئولیت په اغیزناک او مطلوب ډول ترسره شي.

مولوي سعدالدین مطمئن په پای کې یې له هېوادوالو وغوښتل، که چېرې د دوی ماشومان ورک او یا د بل هېوادوال ورک شوی ماشوم پیدا کوي؛ نو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره دې په اړیکه کې شي، ترڅو د همکارۍ او همغږۍ له لارې یې کورنۍ پیدا شي.
په پای کې  د امارتي ادارو او همکارو موسساتو استازیو ژمنه وکړه، چې په ټول هېواد کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو په څېړلو او د حل په موخه یې خپلې هڅې  ګړندې کړي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار