د کار چارو معین د شمالي ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو له رئیسانو سره وکتل
د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د سمنګان، بغلان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، تخار او کندز ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو له رئیسانو سره وکتل او د اړوندو موضوعاتو په اړه یې په تفصیل سره خبرې وکړې.
په پیل کې د شمالي ولایتونو رئیسانو د خپلو لاستهراوړنو، فعالیتونو، راتلونکو پلانونو او په کاري برخه کې د خپلو ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې اترې وکړې او په دې برخه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې د یادو ریاستونو د هڅو او فعالیتونو د ستایلو سربېره وویل: ولایتي ریاستو کې د شته ستونزو او اړتیا وو ته رسېدنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لومړیتوبونو څخه شمېرل کیږي، چې په حل سره به یې هېوادوالو ته په چارو کې نورې ډیرې اسانتیاوې او شفافیت رامنځته شي.
