کونړونو ولایت ته مو پاملرنه؛ ځانګړې ده

media_admin
سبت, يناير 03 2026 2:30 مساء
کنړ

دا خبره د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي کونړونو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، له فني او حرفوي زده‌کړو څخه د ځوانانو فراغت غونډه کې وکړه.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کونړونو ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي مجیب‌الله عمر مېلمنو ته د ښه راغلاست سربېره، وویل: له نېکه مرغه د دې ولایت د مرکز او د مختلفو ولسوالیو ۳۶۸ تنه ځوانان د خیاطۍ په حرفه کې تر شپږو میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو د ترلاسه کولو وروسته فارغ او پر هغو کاري وسایل او تایید نامې ووېشل شوې. نوموړي د خپلو خبرو په دوام د کار او ټولنیزو چارو وزارت له معین څخه وغوښتل، ترڅو د دې ولایت ځوانانو ته د کارموندنې په موخه خپلې برنامې لا پراخې کړې.

ورپسې د کونړونو ولایت مرستیال والي، مولوي عبدالله حقاني هم په خپلو خبرو کې زلزله‌ځپلو ته د کورونو د جوړولو او بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د ځمکو د وېش څخه یادونه وکړه او دې ولایت ته د پاملرنې له امله یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیتونه او هڅې وستایلې.

په همدې ترتیب د علماوو د شورا رئیس شیخ عبدالقهار صدیقي هم خپله لنډه وینا کې وویل: د حکومت مسؤلیت په هره برخه کې د سهولت او زمینو برابرول او د ولسونو مسؤلیت ورڅخه سالمه ګټه اخیستنه ده او په دې کې د یوې بریالۍ ټولنې د پرمختګ راز نغښتی دی. نوموړي په همدې توګه له ځوانانو غوښتنه درلوده، چې د فن او حرفو د زده‌کړو په برخه کې دې لازمه پاملرنه ولري.

په همدې ترتیب د کار چارو معین، الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خپله وینا کې څرګنده کړه: خوښ یم چې د خپل ملګرو په ملتیا مې یو ځل بیا کونړونو ولایت ته رسمي سفر ترسره او دلته مې له خپلو مېړنیو ولسونو سره د لیدوکتو سربېره، د ځوانانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ، چې له نېکمرغه څه باندې درې سوو تنو ځوانانو خپل د فراغت سندونه او کاري وسایل ترلاسه کړل. د کار چارو معین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: ټولې امارتي ادارې په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه دا ده چې هره برخه کې د کونړونو ولایت ولسونو ته لازم خدمات وړاندې او د دوی ترڅنګ پاتې شي. په همدې توګه یې پر همکارو مؤسساتو هم غږ وکړ دا چې دوی ته لازم فرصت برابر شوی دی، هڅه دې وکړي چې ټولو لرو پرتو سیمو په خاص ډول کونړ ولایت کې دې خپل خدمات پراخ او ګړندي کړي.

په پای کې د اسکونو همکارې مؤسسې مسؤل هم د خپلو فعالیتونو او برنامو په اړه رڼا واچوله او په راتلونکي کې یې د ورته برنامو له تطبیق څخه ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

باز گشت به اخبار