د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روان کال په درېیمه ربعه کې ۲۷۳ امارتي او غیرامارتي ادارې پلټلي دي

media_admin
اثنين, يناير 12 2026 3:11 مساء
تفتیش

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار تفتیش او لارښوونې ریاست له لوري د روان کال  په درېیمه ربع کې ۲۷۳ امارتي او غیر امارتي ادارې پلټل شوي دي.

 په یادو  ادارو کې ۱۰ امارتي او مستقلې ادارې، ۱۴۰ تولیدي شرکتونه او تخنیکي تصدۍ او ۱۴ داخلي او خارجي مؤسسات او انجوګانې د کار متفتشینو له لوري او ۱۰۹ ادارې د ګرځنده مراقبت له لوري پلټل شوي دي، چې په پایله کې  ۸۲۲۴ تنه کورني وګړي او ۲۷۶ تنه  خارجي وګړي؛ په ګوته شوې چې د کار جوازونو پرته پر کار او فعالیت بوخت وو؛ او د کار جواز د ترلاسه کولو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د بشري ځواک لوی ریاست ته په رسمي ډول معرفي شوي.

همداراز د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د امارتي او غیر امارتي ادارو ۲۱۰ تنه هغو کارکوونکو ستونزو او ننګونو ته، چې په کاري چاپېریال کې ورسره مخامخ  وو؛ د حل په موخه رسېدنه شوې ده.

هېره دی نه وي؛ چې په ادارو کې د تفتیش چارې د قوانینو، اصولو او مقرراتو مطابق ترسره کېږي، چې په کاري چاپیریال کې د فساد، بې‌نظمۍ او غفلت د مخنیوي سربېره؛ د کارګرانو د حقوقو، امتیازاتو، ایمنی، مزد او معاش، د قرارداد شرایطو او اضافه‌کار پوښتنه او پلټنه هم کېږي؛ ترڅو کارګرانو او کارکوونکو ته خوندي کاري چاپيریال برابر شي.

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

باز گشت به اخبار