د ټولنیزو چارو معین د عامې روغتیا له وزیر سره وکتل

media_admin
خميس, مارس 12 2026 10:03 صباحا
معینیت اجتماعی


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده او ورسره مل پلاوي د عامې روغتیا له وزیر الحاج مولوي نورجلال جلالي سره وکتل. 
په کتنه کې د دواړو لوریو لخوا د په روزنتونونو او حمایوي مرکزونو کې د مېشتو یتیمو او بې‌سربرسته ماشومانو او مېرمنو روغتیایي ستونزو ته د رسېدو او غوره درملنې، د روغتیایي خدمتونو د پراختیا او له زیان‌ سره د مخ اشخاصو د ملاتړ په برخه کې د اقداماتو پر څرنګوالي تفصیلي بحث وشو.
 د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده په خپلو خبرو کې د عامې روغتیا له مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د هېواد په سطحه روزنتونونو او حمایوي مرکزونو کې د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو او مېرمنو په غوره توګه درملنې ته پاملرنه وکړي. 
ورپسې د عامې روغتیا وزیر هم په خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د هر راز همکاریو د ډاډ څرګندولو سربېره زیاته کړه؛ مونږ هڅه کوو، چې ټولو هېوادوالو ته په ځانګړي ډول له زیان سره د مخ اقشارو روغتیايي ستونزو ته په وخت سره رسېدنه او درملنه وکړو.
په پای کې هوکړه وشوه، چې په روزنتونونو او حمایوي مرکزونو کې د روغتیایي خدماتو په معیاري ډول د وړاندې کولو او تنظیم په موخه د دواړو وزارتونو ترمنځ د هوکړه‌لیک د مسودې د تدوین او نهايي کولو په منظور یوه ګډه کاري کمېټه رامنځته شي، ترڅو وروستي هوکړه‌لیک لاسلیک ته زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

باز گشت به اخبار