د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

media_admin
اثنين, مارس 16 2026 12:03 مساء
عیدي لباس
 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې ووېشل شوې. په دې لړ کې په ننګرهار کې ۵۹۵ تنه، کنړ کې ۳۶۰ تنه، بغلان کې ۲۰۰ تنه، پروان کې ۱۲۰ تنه، نورستان کې ۱۰۹ تنه او په پنجشیر ولایت کې ۱۲۱ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې جامې ووېشل شوې.
د توزیع پر مهال د کار او ټولنیزو چارو ولایتي مسئولینو په خپلو خبرو کې یتیم ماشومان د ټولنې مهم او د ځانګړې پاملرنې او ملاتړ وړ قشر یادولو سربېره وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت خپل مسؤلیت ګڼي، چې د زیان‌سره د مخ اقشارو، په ځانګړې توګه د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي او تر ډېره بریده ورته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.
ولایتي مسئولینو د خپلو خبرو په دوام له همکارو ملي او نړیوالو مؤسسو او خیریه مرستندویه بنسټونو څخه وغوښتل، چې د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د ورته مرستو او همکاریو لړۍ لا پیاوړې کړي

 

تازه ترین اخبار

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

خميس, أبريل 23 2026 8:55 صباحا
Background image

عقد اجتماع بشأن منح تأشيرات العمل للأجانب

بناء على توجيه المقام العالي لرئاسة الوزراء، عقد اجتماع برئاسة معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، وبمشاركة ممثلين عن وزارتي الخارجية. . .

باز گشت به اخبار