علاوالدین روزنتون کې د ۱۳۹۸ هجري شمسی ښوونیز کال پيل شو.

publish
أحد, مارس 24 2019 9:43 صباحا
m

د علاوالدین نسوان روزنتون کې ۱۳۹۸ هجري شمسي ښوونیز کال د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني له خوا د زنګ په وهلو سره پيل شو.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د روزنتونونو عمومي مشر فیضان احمد کاکړ د ۱۳۹۸ ښوونیز کال د پيل کیدو د مبارکۍ تر څنګ په ۱۳۹۷ کال کې د روزنتونونو ریاست د لاسته راوړنو په اړه خبرې و کړې، و یې ویل: سره د دې چې په تیر کال کې یو څه ستونزو سره مخ وو، خو بیا هم د وزارت د رهبرۍ په ښې همکارۍ سره مو و کړای شول، چې لس زره غریب او په خطر کې ماشومانو و روزو، همدارنګه د ترکیې هیواد په مرسته مو په څو ولایتونو کې روزنتونونه جوړ او د علاوالدین روزنتون مو هم ترمیم کړ او د شاګردانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې مو د هندوستان او عربستان هیوادونو ملاتړ تر لاسه او شاګردانو ته مو بانکي حسابونه خلاص کړل.

وروسته د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني، شاګردانو ته د نوي ښوونیز کال د مبارکۍ تر څنګ وویل، چې نن ډیر خوښ یم، چې د ستاسو په منځ کې یم، نوموړي زیاته کړه، چې یواځنۍ غوښتنه مې همدا ده، چې خپل قیمتي وخت او هغه امکانات چې په لاس کې لرئ، د زده کړې په برخه کې مصرف کړئ، شپه او ورځ کوښښ و کړئ، څو تر فراغت وروسته د هیواد ښو پوهنتونونو ته بریالي شئ، ځکه تاسو د هیواد راتلونکي یئ.  

د ویلو دی، چې په دې پروګرام کې د ماشومانو له خوا ترانې او تمثیلي پارچې هم وړاندې شوې او غونډه په هیواد کې سراسري سولې ته د رسېدو په دعایې سره پای ته و رسیده.  

تازه ترین اخبار

أربعاء, أكتوبر 22 2025 11:18 صباحا
Background image

التقى معين الشؤون العمل بممثلي الصناعين

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه، بممثلي الصناعين التابعين للقطاع الخاص، ومسؤولي المصانع والشركات.

خلال هذا اللقاء،. . .

أحد, أكتوبر 12 2025 3:09 مساء
Background image

التقى معين الشؤون العمل بمعين وزارة الداخلية

التقى معين الشؤون العمل لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، بمعين وزار ة الداخلية لشؤون الأمن، المولوي صدر إبراهيم.

في بداية اللقاء، أوضح معين الشؤون العمل. . .

ثلاثاء, أكتوبر 07 2025 2:36 مساء
Background image

قام معين الشؤون الاجتماعية بتقيّم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية

 

قام معين الشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال زيارته إلى محافظتي ننجرهار و كونر، بتقيم أوضاع الطلاب المقيمين في دور الرعاية في هاتين المحافظتين، وكذلك كيفية. . .

باز گشت به اخبار