افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت څخه ۲۱۹ تنه ( انجونې او هلکان) فارغ شول.

publish
اثنين, أغسطس 05 2019 3:27 مساء
۳

دغو فارغانو چې دريوو مختلفو ( کمپيوټر، انګليسي او خياطي) څانګو کې يې شپږ مياشتې زده کړې تر سره کړې وې، نن ورته د کار او ټولنيزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا فراغت پاڼې او ډالۍ ور کړل شوې
په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو سرپرست سيد انور سادات فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ؛ بېوزلي او بيکار په هيواد کې له مهمو ناخوالو څخه ياد کړل، زياته يې کړه، همدا فقر او بېکاري په هيواد کې د ناامنۍ سبب هم ګرځيدلي دي
نوموړي وويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت تل هڅه کوي، څو د فن او حرفې له لارې هيوادوالو ته د کار زمينه برابره او د بېکارۍ سطحه را ټيټه کړي
سيد انور سادات بهر ته د کارګرانو ليږلو په اړه وويل چې نږدې راتلونکي کې به اماراتو ته د کارګرانو ليږلو پروسه پيل شي، نوموړي زياته کړه، چې د کار نړيوال سازمان کلنۍ غونډه کې د يو شمير اروپايي هيوادونو استازو سره هم خبري شوي، هيله يې څرګنده کړه، چې تر يو لړ خبرو او هوکړو وروسته به اروپايي هيوادونو ته هم د افغان کارګرو د ليږلو زمينه برابره شي. 
غونډه کې د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي او افغان ـ کوريا مسؤل مير جلال الدين هشام هم خبرې و کړې، دوي فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ ژمنه و کړه، چې هڅه به و کړي، څو فارغانو سره د کار موندلو برخه کې هم همکاري و کړي

د ويلو دی، چې افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت، ۱۳۸۴ هـ ش کال د دوست هيواد کوريا په مالي مرسته جوړ او د کار او ټولنيزو چاررو وزارت تر چتر لاندې فعاليت لري، چې اتيا سلنه درسونه په کې عملي او د کار بازار مطابق دي، ياد انستيتيوت کې تر دې مهاله تر اوه زره زيات شاګردانو روزل شوي او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې شوي دي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار