هغه کسان چې د روزنتون د یو شاګرد د ګردې خرڅېدو موضوع یې سازماندهي او غلطې اوازې یې نشر کړي، پيدا او عدلي او قضایي ادارو ته به و سپارل شي.

publish
أحد, أغسطس 25 2019 3:58 مساء
2

دغه خبرې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات د مدني ټولنې یو شمیر استازو سره په ناسته کې په داسې حال کې چې د یاد شاګرد هم حاضر وه و کړې، نوموړي وویل: ټول هغه کسان چې د یوې ادارې د بد نامۍ  په موخه دغسې بې ځایه آوازې خپروي، پيدا او عدلي او قضایي ادارو ته به یې و سپاري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وویل، چې یادو غلطو او بې آوازو د رد په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټول اسناد لري او د یادو اوازو د خپرونکو د پيژندلو په موخه هم کوم رسمي کارونه چې په دې وزارت پورې اړه لري، ترسره شوي دي او د کورنیو چارو وزارت اړوندې څانګې هم رسما په جریان کې اچول شوي دي.

سید انور سادات زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبري په ټول قوت ژمنه ده او هیڅ کله هیچ چا ته اجازه ور نه کړي، چې د ماشومانو څخه سوه استفاده و کړي، نوموړي همدارنګه وویل، ټول هغه نهادونه چې د ماشومانو په برخه کې کار کوي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره ثبت کیږي او د کارونو د لا ښه والي په موخه باید د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړي.

په ناسته کې د مدني ټولنو استازو د روزنتون د یو شاګرد د ګردې خرڅېدو په اړه د خپروو شویو آوازو باندې خواشیني څرګنده کړه او و یې ویل، چې د دغسې اوازو اصلي عاملین باید و پيژندل شي او عدلي او قضایي ارګانونو ته باید معرفي شي.

د مدني ټولنې استازو ژمنه و کړه، چې د یادې موضوع د څيړلو په موخه به د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په ګډه کار و کړي او پایلې به یې د هیوادوالو سره شریکې کړي.

د ویلو دی، چې په ناسته کې د روزنتون شاګرد محمد علي هم خپلې خبرې ګډونوالو سره شریکې کړې او یاده موضوع یې رد کړه.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار