د کار او ټولنیزو چارو وزارت او جنوبی کوریا د نړیوالو مرستو دفتر تر منځ د لس میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسلیک شو.

publish
اثنين, مايو 11 2020 12:22 مساء
۳

دغه هوکړه لیک چې موخه یې د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت ظرفیت او یو ملی مرکز ته لوړول دي، نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا لاسلیک شو.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست سید انور سادات وویل، چې وړاندې تر دې ټول هوکړه لیکونه په وزارتونو او ادارو کې په مستقیم ډول لاسلیک کیدل، چې اوس د جمهوري ریاست عالی مقام د لارښوونې په اساس باید لومړی ټول هوکړه لیکونه د جمهوری ریاست عالی مقام او د عالی مقام د حقوقي مشاوریت تر تایید وروسته د دوو لوریو تر منځ لاسلیک کیږي، چې دغه هوکړه لیک هم د جمهوري ریاست عالي مقام حقوقي مشاوریت په تایید لاسلیک کیږي.  

ښاغلي سادات زیاته کړه چې دغه دوه اړخیزه هوکړه لیک د سختو کرونایی حالاتو له کبله لومړی د جنوبی کوریا د نړیوالو مرستو دفتر مسؤلینو له خوا لاسلیک شوی دی، چې نن د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ له خوا د حقوقي پروسې د بشپړیدو او عملي کار پیل په موخه لاسلیک شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په وینا، د دې هوکړه لیک اصلي موخې، د ښوونکو روزلو مرکز جوړول، د اعتبار ور کولو سیستم را منځ ته کول، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د فني او حرفوي زده کړو د ټولو ښوونکو ظرفیت لوړول، افغان ـ کوریا د کارموندنې څانګې د سیستم پراختیا، د ماستر ترینرانو روزل او د افغان ـ کوریا د ټولو ودانیو او وسائیلو بیا روغونه دی.

د ویلو دی، چې دغه هوکړه لیک به په پنځو راتلونکو کلونو ( ۲۰۲۰ ـ ۲۰۲۴ ) کې پلی شي.

 

 

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار