د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې ۹ بستونو لپاره رقابتي آزموینه واخیستل شوه
               
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري؛ نن د  کار تفتیش او لارښوونې، د ټولنیزو برنامو د همغږۍ او انسجام، تهیې او تدارکاتو او همداراز د اداري او خدماتو ریاستونو ۹ خالي بستونو لپاره، له ۵۴۹ تنو څخه د آزادې سیالۍ له لارې په ډاډمنه فضا کې آزموینه واخیستل شوه. 
د آزموینې په پیل کې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نعمتاللّه عثماني، په خپلو خبرو کې ګډونوالو ته وویل: زموږ موخه دا ده، چې دا بهیر د عدالت، شفافیت او سیالۍ پر بنسټ پرمخ یوسو او هغه کسان استخدام کړو، چې ریښتینی استعداد، نوښت او وړتیا ولري.
نوموړي د آزموینې له ګډونوالو سره ژمنه وکړه، چې د آزموینې بهیر به په شفافه فضاء کې ترسره او کار به اهل کار ته وسپارل شي.
