ننګرهار کې ۸۰۷ تنه یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو ته د څه کم یو میلیون افغانیو په ارزښت البسه او قرطاسیهباب ووېشل شول
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په نازیانو، اچین، سپینغر او دوربابا ولسوالیو کې د ماشومانو د پاملرنې او ملاتړ مرکزونو پر ۸۰۷ تنه یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو د ۹۸۱۳۶۲ افغانیو په ارزښت البسه او قرطاسیه (جامې، څادر، بکسې او قرطاسیهباب) ووېشل شو.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د ټيډيایچ مؤسسې څخه د مننې سربېره له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه مرستندویه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، چې د ژمي په موسم کې د زیانمنو، اړمنو، یتیمو او بېسرپرستو ماشومانو لاسنیوی او ملاتړ وکړي.
