په ننګرهار او زابل ولایتونو کې ۱۳۸ تنه ځوانان له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شول
د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ،؛ ۱۰۰ تنه ځوانان، د بیک ګنډلو، خیاطۍ او موبایل ترمیم په حرفو کې تر اتو میاشتنیو نظري اوعملي زدهکړو وروسته فارغ او د اړوند حرفو کاري وسایل پرې ووېشل شول.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي فریدالله حقاني په خپلو خبرو کې فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره؛ د اسلام مبارک دین له نظره د کسب او کار په ارزښت خبرې وکړې او له فارغ شویو ځوانانو څخه یې غوښتنه وکړه، چې له ترلاسه شویو وسایلو، مهارتونو او تجربو څخه استفاده وکړي او خپلو کورنیو ته حلاله نفقه برابر کړي.
همداراز د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هلو ځلو ۳۸ تنه ځوانان هم د خیاطۍ، تعمیراتو برېښنا او مولدجوړونې په حرفو کې له شپږمیاشتنیو عملي او نظري زدهکړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د یادونې وړده، چې په ننګرهار ولایت کې د فني او حرفوي زدهکړو څخه فارغ شویو ځوانانو ته؛ کاري وسایل د ماشوم
