د سرک سر دوه سوه کارکرو ماشومانو ته د نغدي مرستې ويش

publish
سبت, يناير 02 2021 11:19 صباحا
3

دوه سوه تنه د سرک سر کارګرو ماشومانو سره د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا يو ميليون افغانۍ مرسته و شوه.

د مرستو د ويش پر مهال د ماشومانو د ساتنې شبکې رئيس نجيب الله اخلاقي و ويل: دغه ماشومان چې د کرونا ويروس او امنيتي ستونزو څخه زيانمن شوي وو، د کار او ټولنيزو چارو وزارت دټولنيزو کارمندانو له خوا د يوې شفافې پروسې له لارې را ټول شوي دي.

نجيب الله اخلاقي زياته کړه: دغه مرسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت له بودجې څخه برابره شوې او د دې قشر د لا زيات ملاتړ په موخه مو د يونيسف ادارې سره خبرې کړي، چې نږدې راتلونکي کې به د هيواد اته نورو ولايتونو کې هم د يونيسف ادارې په مالي مرسته نغدي مرسته و شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج وويل: لکه څنګه چې د وزارت له نوم څخه ښکاري، ټولنيزو ستونزو په ځانګړي توګه زيانمن شويو ماشومانو ته رسيدنه زموږ له کاري لومړيتونو څخه دي، چې له ښه مرغه نن هم دوه سوه تنه دغو زيانمن شويو او د سرک سر کارګرو ماشومانو ته د نغدي مرستو د ويشلو شاهد يو.

ښاغلي ته ينج ماشومانو ته په خطاب وويل: تاسې د هېواد راتلونکي جوړوونکي يئ، درسونه مو په ښه توګه زده کړئ، ځکه دا وطن تاسو ته اړتيا لري.

د ويلو ده، چې دې پروګرام کې هر ماشوم سره پنځه پنځه زره افغانۍ مرسته و شوه او نږدې راتلونکي کې به اوه سوه نورو سروې شويو ماشومانو سره هم نغدي مرسته و شي.

تازه ترین اخبار

اثنين, أبريل 06 2026 2:36 مساء
Background image

تخرّج مئات المتعافين من الإدمان من برامج التعليمات الفني والمهني في كابول

تخرّج 300 شخص من المتعافين من الإدمان من مركز التعليم الفني والمهني في بلشرخي التابع لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، وذلك في الدورة التعليمية السادسة، بعد إتمامهم دورة تدريبية نظرية. . .

أحد, أبريل 05 2026 2:39 مساء
Background image

قدّمت رئاسة التقنين وحقوق العمل 1060 استشارة قانونية مكتوبة وشفهية

بعد عودة حاكمية إمارة أفغانستان الإسلامية، تمكّنت رئاسة التقنين وحقوق العمل التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية من تقديم 630 عنواناً من الاستشارات القانونية المكتوبة و430 استشارة. . .

سبت, أبريل 04 2026 1:34 مساء
Background image

في العام الماضي، تمت متابعة يقارب 15000 قضية اجتماعية لأطفال معرضين للخطر

تمكنت رئاسة حماية الطفل التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، خلال عام 1404، من متابعة آلاف القضايا المتعلقة بالأطفال، وذلك من خلال تنفيذ برامج دعم واسعة، إضافة إلى تقديم التوعية. . .

باز گشت به اخبار