د سايواک غړو هېوادونو سره د ټولنيزو چارو مرستيال ويډيويي کنفرانس

publish
خميس, مايو 27 2021 11:24 مساء
Q

 

د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني د جنوبي آسيا هيوادونو ابتکار سازمان غړو سره د ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي اړوند ويډيويي کنفرانس کې خبرې وکړې. 
دې ناسته کې د ټولنيزو چارو مرستيال د ماشومانو د پرمختګ پر وړاندې، په ځانګړي توګه د کارګرو ماشومانو ستونزو اړوند خبرې وکړې، و يې ويل: د افغانستان ماشومان يو له زيانمن شوي قشر څخه دی، چې له دې ډلې افغانستان کې ۳.۵ ميليونه ماشومان د کار بازار کې مصروف دي او د خپلو کورنيو د نفقې مسؤليت پر غاړه لري، چې د تير کال په نسبت دغه شميره درې چنده زياته شوې ده. 
ښاغلي جيلاني؛ جنګ ، بېوزلي او تيرو دوو کلونو کې کرونا ويروس د ماشومانو پر وړاندې اساسي ستونزې يادې کړې او د سايواک غړو هيوادونو څخه يې د جنوبي اسيا هيوادونو د ماشومانو د ستونزو حل برخه کې د ښې همغږۍ او همکارۍ غوښتنه وکړه. 
په دې ناسته کې د سايواک سازمان مشر داکتر رينچور د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولنيزو چارو معينيت کړنو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه و کړه چې د افغانستان د ماشومانو د ستونزو د حل او لازمو حل لارو سنجولو په موخه به نږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي. 
ښاغلي چوپل زياته کړه چې يونيسف او نورو سازمانونو سره په اړيکه کې دی، څو د افغانستان ماشومانو ستونزو اړوند ښه کار او ستونزو ته يې په ښه توګه و رسيږي. 
د ويلو دی، چې د سايواک سازمان د معلوماتو پر بنسټ،  ۱۷ ميليونه زيانمن شوي ماشومان له ۵ څخه تر ۱۷ کلونو پورې عمر لري، چې د کار بازار کې پر کار مصروف دي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار