د قرضونو را ټولولو کمېټې نوبتي ناسته و شوه

publish
ثلاثاء, يونيو 01 2021 7:08 مساء
1


د کار او ټولنيزوچارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل په مشرۍ د قرضونو را ټولولو کمېټې ناسته جوړه او په کې د قرضونو را ټولولو پر وړاندې د شته ستونزو او حل لارو اړوند هر اړخيز بحث و شو. 
په ناسته کې د يادې کمېټې غړو د مالي او اداري چارو مرستيال سره د کار او ټولنيزو چارو وزارت قرضونو په ځانګړې توګه د وړکتونونو د فيس له امله د ګڼ شمير هيوادوالو او همدارنګه له وزارت څخه د شرکتونو د قرضدارۍ اړوند معلومات شريک کړل او د شته ستونزو د حل او يو منظم ميکانيزم په موخه يې د وزارت  او کمېټې د رهبرۍ د همکارۍ غوښتنه و کړه.
د مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې د قرضونو را ټولول د دولت د عوايدو لوړيدو برخه کې مهم ياد کړل او د قرضونو لا ښه را ټولېدو برخه کې يې د کمېټې د غړو پر لا ښې همغږۍ او ګډ کار ټينګار وکړ. 
د ويلو دی، چې د دولت د قرضونو را ټولولو عمومي کمېټه د ولسمشر د حکم له مخې د لويې څارنوالۍ د مرستيال په مشرۍ او د وزارتونو د مالي او اداري چارو مرستيالانو په غړيتوب جوړه شوې، چې ياده کمېته هر وزارت کې د مرستيالانو په مشرۍ فرعي کمېټې لري او موخه يې په ښه توګه د دولت د قرضونو راټول او د عوايدو لوړيدل دي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار