دنده او مسؤلیت امتیاز نه؛ بلکې یو امانت دی

naweed_admin
سبت, مارس 19 2022 4:50 مساء
Y

 

دغه خبرې د اسلامي امارت د رئيس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار او مالي او اداري چارو مرستیالانو او ۱۶ نویو رئيسانو پیژند غونډه کې و کړې. 
مولوي عبدالسلام حنفي، د خپلو خبرو په ترڅ کې مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د کار چارو او مولوي دین محمد حقبین د مالي او اداري چارو مرستیالانو په توګه د مبارکۍ ترڅنګ نوموړي د یادو معینتونو لپاره وړ کسان یاد کړل او د هیوادوالو لپاره یې ترې د ښه خدمت هیله و کړه. 
نوموړي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د وزارتونو په سطحه او د کار را منځ ته کولو برخه کې یو مهم وزارت یاد کړ؛ هیله یې څرګنده کړه، چې د ځوانانو لپاره د کار موندنې برخه کې واقعي کار و کړي؛ ښاغلي حنفي د ټولنیزو چارو برخه کې د بېوزلو او یتیمو ماشومانو لپاره د دې وزارت مسؤلین ته وړاندیز و کړ، چې دا د اسلامي امارت مکلفیت دی، چې د اسلامي امارت د مجاهدینو د یتیمانو ترڅنګ د هغو یتیمانو کفالت هم و کړي، چې پلرونه یې د مجاهدینو سره په جنګ کې له لاسه ور کړي دي. 
وروسته د چارو ادارې مرستیال مولوي نورالحق د سرپرست وزیر او سرپرست مرستیالانو د ګمارنې اړوند د امیر المومنین حفظه الله حکم و لوست او نویو مسؤلینو ته یې په چارو کې د بریا هیله و کړه. 
په دې ناسته کې د اقتصاد وزارت وزیر قاري دین محمد حنیف، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال مفتي انعام الدین سمنګاني، د امارت غړي طالب جان ذکي، د کلیو او پراختیا وزارت مرستیال صلاح الدین ایوبي، د افغانستان لوی درستیز فصیح الدین فطرت او شیخ نقیب الله د کابل قول اردو د ارکان رئيس هم خبرې و کړې او له افغانستان څخه د اشغالګرو د ویستلو او مجاهدینو د زحمتونو او سرښندونو اړوند یې معلومات وړاندې کړل او نوې ګمارل شویو کسانو ته یې د مبارکۍ تر څنګ ور څخه د ښه خدمت هیله و کړه. 
په غونډه کې د کار چارو نوي مرستیال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت او مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین هم خبرې و کړې، د اسلامي امارت مشرتابه له باور څخه یې مننه و کړه او ژمن شول، چې په پوره اخلاص او د خپلو مشرانو په لارښوونه به د خپلو هیوادوال خدمت و کړي. 

د غونډې په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست څارنوال عبدالولي د میلمنو د راتګ څخه د مننې ترڅنګ؛ حیا، مهمانوازي او حب الوطن/ حب الایمان د افغانانو له ښو ځانګړنو څخه یاد کړل او ټولو نویو ګمارل شویو مجاهدینو ته یې د وطن سره د مینې په پار د ښه خدمت لارښوونې او سپارښتنې و کړې. 
د ویلو دی، چې د کار  او ټولنیزو چارو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا د عالي مقام په منظورۍ د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مربوطاتو کې مولوي شرف الدین شرف د وزارت مقام د دفتر ریئس، مولوي دوکتور عنایت الله عادل د بشري قواوو او کاري چارو د تنظیم عمومي رئیس، مولوي محب الله حبیبي د پلان او پالیسۍ رئيس، مولوي عبدالواحد فایز د مهارتونو د پراختیا عمومي رئیس، محمد امین د تدارکاتو رئيس، مولوي حسین احمد د داخلي تفتیش رئيس، مولوي حضرت محمد طیب د بشري سرچینو رئیس، ریاض احمد د ټولنیزو چارو متخصص، مولوي حافظ عبدالرحمن بهرنیو وګړو ته د کار جواز ویشلو رئيس، مولوي میرحاتم د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو د رئيس، مولوي عبدالولي حماد د دعوت او ارشاد رئيس، مولوي نجیب الله وقاد د نظارت او ارزونې د رئيس، مولوي نعمت الله د بهرنیو اړیکو رئيس، مولوي رحیم الله صراح د وړکتونونو تدریسي رئيس، مولوي محمد انور د تهیه مسکن د روزنتون رئيس او مولوي عبدالعزیز د ماشومانو ساتنې شبکې د رئيس په توګه ګمارل شوي دي، چې په جلا جلا توګه خپلو کارکوونکو ته ور و پيژندل شول.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار