د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر؛ د مالیزیا هیواد د عمل خیریه بنسټ له مرستیال سره ولیدل

naweed_admin
أربعاء, أبريل 06 2022 7:18 PM
R

د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر؛ ملا عبدالولی ځارنوال )حاجي وراث( ؛ په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هیواد د عمل خیریه بنسټ له مرستیال ښاغلي حاجي جمال الدین الیاس سره ولیدل. په سر کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر؛ د مالیزیا هیواد د عمل بنسټ مرستیال ته ښه راغلاست او د هغه سره له تعارفي ملاقات څخه د خوشحالۍ ترڅنګ؛ د یاد بنسټ له مسوول څخه وغوښتل چې د مالیزیا هیواد د نورو خیریه بنسټونو په ملتیا؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د کارپنځونې او اشتغال او نورو کاري برخو کې همکاري وکړي. وروسته؛ د مالیزیا هیواد د عمل مرستندویه بنسټ مرستیال ښاغلي حاجي جمال الدین الیاس؛ د یاد بنسټ کاري پلانونو او پروګرامونو په باره کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه: د عمل خیریه بنسټ یو خصوصي او نادولتی سازمان دی چې د مالیزیا په هیواد کې فعالیت لري او کولای شي چې د مالیزیا هیواد نور مرستندویه بنسټونه یوځای سره راټول کړي او هغوی وهڅوي چې افغانستان ته راشي او په راتلونکی کې دلته  د کار ایجادولو او نورو کاري موضوعاتو کې د ا.ا.ا د اقتصاد او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو سره په همغږۍ؛ همکاري او فعالیت ولري. د مالیزیا هیواد د عمل بنسټ مرستیال؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ته د یاد مرستندویه بنسټ سازماني مډال هم ډالۍ کړ، او له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د ۱۰۰۰جلده قرآن شریفونو د ډالۍ کولو ژمنه وکړه.
په پای کې دواړو لوریو په راتلونکی کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د مالیزیا هیواد د عمل بنسټ ترمنځ د همکاریوپر دوام ټینګار وکړ.

تازه ترین اخبار

خميس, يونيو 05 2025 9:05 صباحا
Background image

تم توقيع اتفاقيات تفاهم لتفعيل نظام إدارة الوثائق و نظام وظيفة سهلة في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية

تم توقيع اتفاقيات بين وزير العمل والشؤون الاجتماعية الحاج الملا عبد المنان عمري و وزير الاتصالات والتكنولوجيا المعلومات الحاج المولوي نجيب الله حيات حقاني، بهدف إنشاء و تفعيل نظام إدارة. . .

أربعاء, مايو 28 2025 2:19 PM
Background image

تمت المصادقة على دليل أنشطة المجلس الأعلى للعمل

بقيادة وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج  الملا عبدالمنان عمري، و بحضور ممثلين عن النقابات المعنية بالعمل، تمت المصادقة على دليل أنشطة المجلس الأعلى و دليل مهام أمانة هذا المجلس.

ف. . .

اثنين, مايو 26 2025 10:35 صباحا
Background image

بعد أربع سنوات، تم تسليم ثلاثة شباب مفقودين إلى أسرهم

تم تسليم ثلاثة شباب، كانوا قد انفصلوا عن عائلاتهم منذ نحو أربع سنوات و تلقوا الرعاية في المراكز الدعم التابعة لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، إلى والدهم بعد العثور على عائلاتهم، و ذلك. . .

باز گشت به اخبار